چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دلمونځ مسائل (۶۱مه برخه ) – د سجدې سهوې بيان –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جنوري 11, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
63
ځلې شریک شوی
733
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي

سجده سهوه څه ته وايي

پوښتنه : سجده سهوه څه ته وايي؟

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ځواب : د سهوه معنا هيره ده، په سهوه سره کله کله په لمانځه کې د کمي او زياتوالي له وجهې نقصان راځي، ځينې نقصان داسې وي چې د هغه د دفع کولو لپاره د لمانځه په آخره قاعده کې دوه سجدې کيږي چې سجده سهوه ورته ويل کيږي ([1]).

د سجده سهوه طريقه

پوښتنه : سجده سهوه په څه طريقه کولی شي؟

ځواب : په آخره قاعده کې به له تشهد (التحيات) څخه وروسته يو لور ته سلام وګرځوي، تکبير به ووايي او سجده به وکړي، په سجده کې به دری ځلې تسبيح ووايي سر به راپورته کړي او سم نيغ به کيني، بيا به تکبير ووايي او دويمه سجده به وکړي، بيا به تکبير ووايي او سر به راپورته کړي او سم نيغ به کيني او دوباره به تشهد (التحيات) ولولي، وروسته به درود شريف او دعا ولولي او دواړه لور ته به سلام وګرځوي ([2]).

د سجدې سهوې په مختلفو طريقو کې بهترينه طريقه

پوښتنه : (الف) سجده سهوه له التحيات ويلو وروسته، له درود شريف او دعا دمخه پکار دى؟.

ب : آيا له سجده سهوه وروسته التحيات، درود شريف او دعا دوباره ويل کيژي؟.

ج : شافعيان عموماً له سجدې سهوې وروسته سمدستي وروسته سلام ګرځوي، آيا دا طريقه زمونژ له مسلک سره برابره دى؟.

ځواب : سجده سهوه له سلام دمخه هم روا دى او وروسته هم، د امام اب، حنيفة  رحمه الله په نزد بهترينه طريقه هغه ده کومه چې په (الف) او (ب) کې ذکر کړى شوې دى ([3]).

په سري لمانځه کې د سورت فاتحه په زوره ويلو او په جهري لمانځه کې د پټ ويلو حکم

پوښتنه : که چيرته امام په جهري لمانځه کې سورت فاتحه بيخي پټه ووايي، يا يې په سري لمانځه کې په زوره ووايي او له ور په ياد کيدو وروسته تر کومه څايه يې چې ويلې وي له هماغه ځاى څخه يې صحي کړي يا يې له سره بيا ولولي، نو په داسې غلطي کولو سره لمونځ کيژي او که نه؟ سجده سهوه لازميژي او که نه؟ او تر کومه ځايه په لوستلو باندې يې سجده سهوه لازميژي؟.

ځواب : په جهري لمانځه کې د دريو آيتونو په اندازه په هيره په پټ ويلو سره سجده سهوه لازميژي، همدا ډول حکم د سري لمانځه هم دى، او که چيرته يې هغه په زوره نه وي لوستلې بلکې يوازې سورت يې په زوره لوستلى وي نو چې سجده سهوه وکړى شي هم لمونځ صحي کيژي ([4]).

که د سجده سهوه له سلام دمخه او له تشهد وروسته درود او دعا وويل شي

پوښتنه : که د سجده سهوه له سلام څخه مخکې او له تشهد (التحيات) وروسته درود شريف او دعا هم وويل شي نو دا څنګه ده؟

ځواب : ځينې علماؤ احتياطا دا غوره کړی چې له سجده سهوه مخکې تشهد (التحيات) درود شريف او دعا وويل شي او له سجده سهوه وروسته هم همدا دری شيان وويل شي، وئيل يې بهتر دي او په نه وئيلو کې هم کوم نقصان نشته ([5]).

که په قرائت کې تکرار وکړى شي

پوښتنه : که يوه کس يوه رکوع په دوو رکعتونو کې مکرره ولوستله او سجده سهوه يې ونکړه نو لمونځ يې کيژي او که نه؟.

ځواب : په دې صورت کې لمونځ کيژي او سجده سهوه نه واجبيژي ([6]).

که په دريم رکعت کې الحمد لله په زوره وويل شي

پوښتنه : که يو امام دريم رکعت ته پورته شو او الحمد لله يې په زوره وويله، له دوو دريو آيتونو وروسته ور په ياد شول نو چوپ شو، پوښتنه دا ده چې په دې سره سجده سهوه واجبيژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته درى آيتونه په زوره ووايي نو سجده سهوه واجبيژي ([7]).

د اخترونو په لمانځه کې د زيات جماعت له امله د سجدې سهوې حکم

پوښتنه : که چيرته د اخترونو په لمانځه کې زيات تکبيرونه کوم چې واجب دي ونه ويل شي او رکوع ته ولاړ شي نو په داسې صورت کې سجده سهوه واجب دى او که نه؟ او که چيرته سجده سهوه ونکړى شي نو لمونځ فاسديژي او که نه؟.

ځواب : په دې امام باندې سجده سهوه واجب دى، مګر د اختر لمانځه له امله ترينه ساقطه دى ([8]).

سهواً پر چوپ اوسيدو د سجدې سهوې حکم

پوښتنه : که چيرته يو امام په لمانځه کې له قرائت دمخه تقريباً د دريو تسبيحاتو په اندازه چوپ پاتې شي او وروسته د سورت فاتحه قرائت شروع کړي نو په دې صورت کې سجده سهوه لازميژي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې که چيرته واقعاً امام چوپ پاتې شوى وي او د تعوذ، بسم الله او بل څه په ويلو کې مشغول نه وه نو سجده سهوه لازم دى او که چيرته يې سجده سهوه ونکړه نو د لمانځه را ګرځول ضروري دي ([9]).

که له سلام ګرځولو پرته سجده سهوه وکړى شي

پوښتنه : که يو امام صاحب په لمانځه کې سهوه شو، سجده سهوه يې ونکړه او د سلام له ګرځولو وروسته يې خبرې وکړې، د خبرو له کولو وروسته يې سجده سهوه وکړه او سجده سهوه يې له سلام پرته وکړه؟.

ځواب : د خبرو له کولو وروسته په سجده سهوه سره لمونځ نه کيژي او سجده سهوه کول له سلام وروسته پکار دى ([10]).

په هيره د سلام له ګرځولو وروسته سجده سهوه تر کوم وخت پورې کيدلاى شي

پوښتنه : په لمانځه کې معمولي شانته خطا وشوه او سجده سهوه کول هير شول، نو په وروسته کې په څه ډول لمونځ اداء کړى شي؟ او له لمانځه وروسته سجده سهوه کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : که چيرته غلطي داسې وي د کومې له امله چې سجده سهوه واجب وي نو د سلام له ګرځولو وروسته تر څو چې کوم مفسد صلاة عمل ونکړى شي نو سجده سهوه کيدلاى شي او له دې وروسته لمونځ پوره کيدلاى شي، او که چيرته کوم مفسد صلاة عمل وکړى شي، د بيلګې په توګه خبرې وکړى شي يا له قبلې څخه سينه وګرځول شي بيا لمونځ له سره را ګرځول کيژي ([11]).

د فرض لمانځه په څلورم رکعت کې له سورت فاتحه سره د سورت ويل

پوښتنه : که په درى رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کې په دريم او څلورم رکعت کې له سورت فاتحه وروسته سورت وويل شي نو سجده سهوه لازميژي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې سجده سهوه لازم نه دى ([12]).

که چيرته سجده سهوه کول هير شي

پوښتنه : په لمانځه کې چې کله کومه غلطي وشي نو سجده سهوه لازميژي، مګر په ځينو وختونو کې سجده سهوه کول هم هير شي، نو په داسې صورت کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : که چيرته داسې کومه غلطي وکړى شي د کومې له امله چې سجده سهوه لازمه شي او بيا سجده سهوه ونکړى شي نو د لمانځه را ګرځول واجب دي ([13]).

د سجدې سهوې په نکولو سره د لمانځه را ګرځول واجب دي

پوښتنه : د تراويح په لمانځه کې که چيرته په يوه امام صاحب باندې سجده سهوه واجب شي او د لا علمي له امله امام صاحب سجده سهوه ونکړي، وروسته معلومه شوه چې سجده سهوه واجب شوې وه، نو د دغه لمانځه را ګرځول ضروري دي او که نه؟ او که چيرته يې امام صاحب په جماعت سره را ونګرځوي آيا مقتدي يوازې هغه را ګرځولاى شي او که نه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې د دغه لمانځه را ګرځول ضروري دي، او کله چې امام صاحب د هغه اعاده ونکړي نو مقتدي يې په يوازې ځان را ګرځولاى شي ([14]).

سجده سهوه يوازې په فرض لمانځه کې واجب دى او که په ټولو

پوښتنه : سجده سهوه يواځې په فرض يا واجب لمنځونو کې واجب ده او که په ټولو لمنځونو کې؟

ځواب : په ټولو لمنځونو کې د سجده سهوه حکم يو دی ([15]).

د فاتحه پر ځاى التحيات ويل

پوښتنه : که چيرته د فاتحه پر ځاى التحيات يا د التحيات پر ځاى فاتحه وويل شي نو سجده سهوه لازميژي او که نه؟.

ځواب : هو ! په دواړو صورتونو کې د واجبو د ترک له امله سجده سهوه لازميژي ([16]).

د سبحان ربي الاعلي پر ځاى د سبحان ربي العظيم ويل

پوښتنه : که يو کس په سجده کې د سبحان ربي الاعلي پر ځاى سبحان ربي العظيم ووايي او د سر له راپورته کولو وروسته سمع الله لمن حمده ووايي، بيا ربنا لک الحمد ووايي، بيا الله اکبر ووايي او دويمې سجدې ته ولاړ شي، نو په داسې صورت کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : په هيره په داسې کولو نه لمونځ فاسديژي او نه سجده سهوه لازميژي ([17]).

آيا په قضائي لمنځونو کې هم سجده سهوه شته دى

پوښتنه : که چيرته د کوم وخت فرض لمونځ قضاء کړى شي، نو آيا په قضائي لمانځه کې هم سجده سهوه کول لازم دي؟ که چيرته لازم وي نو په اخيري رکعت کې اداء کيژي او که جلا اداء کيژي؟.

ځواب : لمونځ که اداء وي او که قضاء وي، فرض وي که واجب وي او که سنت وي، کله چې په هغو کې داسې څه هير کړل شي د کوم له امله چې سجده سهوه واجبيژي، يا د لمانځه په کوم فرض کې ځنډ راشي، يا د لمانځه په کوم واجب کې ځنډ (تاخير) راشي نو سجده سهوه لازميژي، او سجده سهوه تل (هميشه) د اخيرې التحيات له (عبده ورسوله) ويلو وروسته کيژي، او د سجدې سهوې له کولو وروسته دوباره التحيات، درود شريف او دعا له ويلو وروسته لام ګرځول کيژي ([18]).

که د اخترونو په تکبيراتو کې کمى وکړى شي

پوښتنه : د اخترونو لمونځ له شپژو تکبيرونو سره دوه رکعت واجب دى، که چيرته د امام يو تکبير هير شي نو سجده سهوه به کوي او که لمونځ به را ګرځوي؟.

ځواب : د سجدې سهوې په کولو سره لمونځ کيژي ([19]).

د سورت فاتحه مکرر ويلو حکم

پوښتنه : که چيرته يوه کس د لمانځه له شروع کولو وروسته سورت فاتحه له نيمايي زياته لوستلې وه، بيا ور په ياد شول چې ثناء يې نه ده لوستلې، وروسته يې ثناء او سورت فاتحه دوباره ولوستل نو په دې صورت کې سجده سهوه لازميژي او که نه؟.

ځواب : په لمانځه کې دننه چې څومره سنت دي په هغو کې چې هر يو سنت مات شي نو سجده سهوه نه لازميژي ([20]).

البته که کوم واجب عمل پريښودل شي نو سجده سهوه لازميژي، په بيان کړى شوي صورت کې د ثناء په پريښودلو يا د ثناء لوري ته په بيا راتلو سره سجده سهوه نه لازميژي، مګر د سورت فاتحه د تکرار له امله چونکه د سورت په يو ځاى کولو کې ځنډ راغى او دا چې ځنډ نکول واجب دي نو له همدې امله سجده سهوه واجب دى.

([1]) تعليم الاسلام، ځلورمه برخه : ٤٣.

([2] ) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٣.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٢، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٥، باب سجود السهو.

([4]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٠٥، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٨١ – ٨٢، وکذا في الحلبي الکبير، ص : ٤٥٧، فصل في سجود السهو، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ١٧٠.

([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٣.

([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٨٥، بحواله : ردالمحتار، فصل في القراءة، ج : ١، ص : ٥٠١.

([7]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٠٧، بحواله : البحر الرائق، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ١٧٠، وکذا في التنوير مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٨١.

([8]) فتاوى فريديه، ٢ : ٦٣٨، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٥٦، باب سجود السهو.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٢٩، بحواله : حاشية الطحطاوي، ص : ٤٧٤، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٥٤٣.

([10]) کفايت المفتي، ٣ : ٤١٦، بحواله : التنوير وشرحه، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٩١، التنوير، باب سجود السهو، ج : ٢، ص : ٧٧.

([11]) فتاوى عثماني، ١، ص : ٤٩٤.

([12]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٨٢، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٢٧، باب صفة الصلوة قبيل مطلب کل شفع من النفل صلاة.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٤٥٧، مطلب کل صلاة اديت مع کراهة التحريم تجب اعادتها.

([14]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٣١، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٤٧، منحة الخالق علي هامش البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٧٨.

([15]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٤.

([16]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٨٤، بحواله : فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٧، الباب الثاني عشر في سجود السهو.

([17]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤١٧، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٦.

([18]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٥، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٦، باب سجود السهو.

([19]) کفايت المفتي، ٣ : ٤١٨، بحواله : عالمګيرية، الباب الثاني عشر في سجود السهو، ج : ١، ص : ١٢٨.

([20]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٤٩، بحواله : حاشية الطحطاوي، ص : ٢٥٠، الشامي، ج : ٢، ص : ١٥٦.

مخکینې مطلب

دمینې کعبه

بل مطلب

د فیل او مېږي په جګړه کې فیل له مېږي وېرېږي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com