سعادت کلــيــوال
د غمجن زړګي اختره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
ای په غرو فناه دلبره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
بې له یاره چه تیریږې څنګه یې څنګه به نه یې
د یار څنګ کې ماذدیګره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
ستا له یاد سره مشغول یم ستا په فکر شپه صبا کړم
څنګ مې بیل دی له بستره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
د منزل په لار تیارې دي ستا سالک پکې ورکیږي
ما تر لاسه کړه رهبره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
زخمي شوی ستا په غیږ کې د ویصال پټۍ دې غواړم
د خوږې مینې سنګره نن مې ډیر ډیر یادیدلې
له تا لرې سعادت دې په دنیا نه ورکومه
له جهانه مروره نن مې ډیر ډیر یادیدلې


















