(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ اړوند شورعرب سیمه کې یو باب مدرسه او یو پراخ شهرک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
نن دجمعې تر لمانځه وروسته د دې ولسوالۍ د ولسونو او ځایي طالبانو په ګډو هڅو د ‹‹عمري ››په نامه شهرک داسې مهال افتتاح شو چې د دې ولسوالۍ سلګونه مشران، سپینګري او د مختلفو قومونو استازو ګډون درلوده.
د دې ترڅنګ د یوې لویې مدرسې پرانیسته هم وشوه چې د دې ولایت د دریو ولسوالیو زدکونکي به زدکړې پکې کوي.
باید وویل شي چې تیر کال د دې سیمې طالبانو د یاد شهرک او اړوندو ځایونو د بنسټ ډبره کیښوده.
دا شهرک ۱۰۰۰ دوکانونه لري چې په معیاري ډول رغول شوي او په عامو خلکو او تجارانو توزیع شوي دي.
طالبانو دجمعې ورځ د دې شهرک د ‹‹جمعه بازار›› سوداګریزې میلې په توګه اعلان کړې .
په یاد شهرک کې یو جامع مسجد یوه لویه مدرسه، ورسره یو ښوونځی او کلینیک هم په نظر کې نیول شوي چې دځینو یې چارې بشپړې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
که څه هم طالبانو د یاد شهرک په باره کې معلومات نه دي ورکړي خو دسیمې خلکو کابل ټکي کام ته ویلي چې
د دې شهرک اوسنۍ نقشه ۱۳.۵ کیلومتره ده چې شاوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه یې په بر کې رانیولې او په ښاري ستندردونو ډیزاین شوی دی.
په دې نقشه کې د دکانونو، سرایونو، هوتلونو، شنې ساحې، د تیلو پمپونه او ګڼو اړینو امکاناتو ته مناسب ځای په پام کې نیول شوی دی
طالبان داسې مهال د دې شهرک پرانیسته کوي چې څو ورځې وړاندې یې د مؤسساتو کمیسیون د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یو لوی سربند افتتاح کړ چې په مټ به یې ۲۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي


















