څلور ګیلاسه ګرمې اوبه د څلورو ناروغیو درملنه ده

ډاکټر فصیح الله عمرزی

روغه سټه د الله تعالی لوی نعمت دی چې خپلو بندګانوته یې ورکړی دی. د نورو نعمتونو تر څنګ انسان باید لومړی په خپل روغ صحت یا روغې سټې شکر وباسي. کوم انسان چې روغه سټه ولري، د هغې شکرانه د الله د رضا لپاره د الله د بندګانو خدمت دی او هم باید له هر لمانځه وروسته د خپلې روغې سټې شکر د الله د کتاب په لوستلو سره ادا کړي.

روغتیا پوهان چې د زړه په ناروغیو کې تجربی کوي، وايي د انسان د زړه ناروغي د هغه په خپل نیت او ارادې پورې تړلې ده، چې په تسکین سره ځان او هم د نورو لپاره زمینه برابره کړي، دا یوه اسانه درملنه ده.

فکر کوم، نړیوالو روغتیا پوهانو دا مطلب د اسلام له مبارک دین څخه اخیستی دی چې د مسلمان د زړه تسکین د قرآن پاک په تلاوت کې سره  کېدای شي. شاید دا تجربه یې له کوم مسلمان څخه تر لاسه کړې وي چې د قرآن پاک په تلاوت یې زړه ته تسکین رسېدلی وي.

د جاپان روغتیا پوهانو د خپلو څېړنو په پایله کې ویلي چې په سخته یخنۍ کې څلور ګیلاسه ګرمي (تړمې) اوبه وڅښل شي، د زکام، د وینې د فشار، د وینې د کموالي او د پښو د منځنۍ برخې زنګنونو له درد به وژغورل شي.

د پورته یادو څلورو ناروغیو تر څنګ په سخته یخنۍ کې څلور ګیلاسه تړمې اوبه څښل د وینې د غوړوالي او د بدن د پړسوب درمل هم کېدای شي. چې وخت په وخت دا څلور ګیلاسه تړمې اوبه استعمال کړل شي، بدن به غښتلی پاتې شي.

ځینې روغتیاپوهان وايي چې په سخته یخنۍ کې د ګرمو اوبو څښل انسان له زکامه په بشپړه توګه ژغوري، خو ورسره د معدې تیزابیت هم له منځه وړي. که په ژمي کې ګرمې یا تړمې اوبه استعمال کړل شي، د یادو ناروغیو علاوه د نوروژمنیو ناروغیو درمل هم ګرځېدلای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button