پالګوری مبایل

لاروی

لوستونکو به د ښارونو په لویو لارو او کوڅو کې ډېر کسان لیدلي وي چې څو د علم النجوم کتابونه یې مخې ته ایښودي وي، ساده کلیوال خلک پر ځان راټولوي، ورته وايي خپل بخت طالع (پال) دلته کتلای شي او په اسانۍ سره د علم النجوم په وسیله له خپل راتلونکي خبرېدلای شئ.

اوس هغه کار یو څه اسانه شوی دی. دمخه به کفشناس (کرښپېژاندي) کاوه، اوس د نوې ټکنالوجۍ په وسیله کېږي.

تر دې وړاندې سامسونګ او اېپل داسې موبايلونه (ګرځنده) جوړ کړي وو چې د خپل خاوند د  ګوتې نخښې يې د پاسورډ په توګه کارېدې. وروسته بيا اېپل داسې موبايل جوړ کړ چې د خپل خاوند څېره یې پېژنده. خو اوس سامسونګ د یوه داسې مبایل جوړلو په لټه کې دی چې د خپل خاوند د ګوتو کرښې د پاسورډ په توګه استعمال کړي او هم د خپل خاوند ورغوی وپېژني، که د لاس کرښې یې د خپل خاوند وي، د خبرو لپاره ورته په فعالیت پیل وکړي، او که خاوند یې نه وي، هیڅ ورته نه وایي، په بند حالت کې پاتې وي.

که یاد جوړېدونکې موبایل د خپل خاوند د لاس کرښې وپېژني او د پاسورډ په توګه یې استعمال کړي، نو دا هم شونې ده چې سامسونګ د یوه انسان د لاس کرښې څرګندې او د پخوانیو کفشناسانو دنده تر سره کړي.

که څه هم دمخه په لویو لارو او یا اوس د نوې ټکنالوژۍ له مخې په کفشناسۍ څوک عقیده نه لري، خو په ښارونو کې اوس هم یو شمېر کسان لیدل کېږي چې کفشناسي (پال لیدنه) یې خپله دنده ګرځولې ده. که د سامسونګ انجینیران د دا ډول موبایل په جوړولو، چې لاس ګورې آله هم ولري، کامیاب شي، په بازارونو کې به د کفشناسانو یا پالګورو دوکانونه وروتړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button