یا به زما په سترګو جال وي!!!

ډاکټر آصف

وایی د طالبانو د حکومت په زمانه کې په یوه کور کې ډمان راغونډ شوي وو او ورو ورو یې طبلې وهلې او سندرې یې زمزمه کولې، خو ناڅاپه سندرغاړي  کړکۍ خواته پام شو ګورې چې ځینې طالبان کړکۍ ته څیرمه ولاړ او یو شمیر نور راروان دي، نو د دې لپاره چې سندرغاړي سندرو ته ناست خلک په شفر کې وپوهوي دا ټپه وویله چې:

یا به زما په سترګو جال وي یا  د کړکۍ شاته طالبان راغلي دینه

کله ناکله د عامه ذهنیت د تیر ایستني په موخه امریکایان او لاسپوڅي یې په مکرر ډول ادعا کوی چې ګوندې طالبان یې نور له پښو غورځولي او نشي کولای اغیزمن بریدونه وکړي، خو لږ وخت تیر نه وی چې د طالبانو خوله ماتوونکي ګوزارونه سر راپورته کړي او د امریکایانو او د هغوی د تالي څټو ادعاوې دروغ ثابتې کړي.

څه موده وړاندې ټرمپ، او په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو قومندان په ډیر غرور سره وویل چې طالبان یې له اده باده غورځولي ډي خو طالبانو د انټرکانټیننټل د برید په کولو سره نړیوالو ته په تیره بیا امریکایی یرغلګرو او ناټو ته په ګوته کړه چې تاسې هم ځان تیرباسئ او هم نړیوال تیرویستلي او هم خپلو لاسپوڅو پورې خندا کړې.

طالبان څوک نشی ماتولی بلکه دا طالبان دي چې نور ماتولی شي، یرغلګر او غلام لاسپوڅي نا افغانان به اوس یو څو فیصده نور هم پوه شوي وي چې رښتیا هم امریکایان او غلام قدرت ته رسیدلي لاسپوڅي یې د درواغو په مکررو ادعاو سره یواځې د عامه ذهنیت د اغوا کولو یوه ناکامه هڅه او  طالبانو وینا او عمل یو روڼ حقیقت دی چې هیڅ ډول انکار ترې نشي کیدای، او که څوک ترې انکار کوي نو معلومه ده چې هغه لمر په دوه ګوتو د پټولو هڅه کوي چې له رسوایئ او شرم پرته نور هیڅ ګټه نلري.

ټول پردي ځواکونو او غلامان دې یې غوږونه خلاص کړي چې طالبان راتلونکي دي، او د نړۍ هیڅ قدرت یې مخه نشي ډپ کولای، نو مخکې له دې چې د قانون په منګولو کې ګیر شئ، سر وخت دی چې د لوی خدای په دربار کې توبه وباسئ د توبې دروازې لا هم خلاصې دي، او د طالبانو غیږ هم ستاسې پر مخ خلاصه ده، خو کو یو ځل طالبانو پلازمینه کلابند کړه، بیا به یو مجرم هم ځان ونشي ساتلای، بیا قانون پوه شه او د مجرمین سره یې سروکار.

خو مخکې له دې چې بیا په تیره کیسه کې د سندرغاړې په څیر په انو بهانو ځانونه خلاص کړئ، او یو بل په شفر کې پوه کړئ چې طالبان راغلل نو ښه به دا وي چې یا خو له طالبانو سره یو ځای شئ او او که طالبانو سره نشئ یو ځای کیدلای نو بیا لږ ترلږه مخکې له مخکې د لاسپوڅي او ګوډاګي حکومت سره خپلې اړیکې سر له نن نه پرې کړئ او خپله راتلونکې له خطر څخه وژغورئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button