نجلۍ یې وړاندیز په دې شرط ومانه چې مور به دې زماد دواده په مراسمو کې ګډون نه کوي.

مـــورکه دهیـلو نـړۍ!!

لیکنه: الهــام الــبدري.
یوې فقیرې او بې وسه کونډې مور خپل زوی د ډاکټري تر لوړې رتبې په داسې ځور ورساو.
چې دخپلې ځوانۍ یوه اوږده موده یې دلرې او نږدې کلیوالو په خدمت او مزدورۍ کې تېره کړه، پردې لوښې او ماشومان به قرارول اوپردې انګړونه به یې په دې هیله جارو کول چې زوی مې راتلونکی ژوند دتعليم دڅراغونو لاندې پيل کړي، او دهم ځولو دسیالۍ له قافلې روسته پاتې نشي .
دغې مور هره ستونځه وګالله او دژوند دهر ډګر ناکامۍ ته غاړه ايښې وه تر دې چې زوی یې دبې کسۍ او بې وسۍ احساس ته هم ور پرې نه ښود.
کله چې دغه کوچنۍ یتیم ماشوم ځوان او په یو ښه ډاکټره په ټولنه کې وپېژاندل شو، او دخلکو هیلې ورته پیداشوې؛
نوې غوښتل چې له یوې باسواده نجلۍ سره واده وکړي بلاخره یې یوې نجلۍ ته دواده کولو وړانديز وکړ، نجلۍ یې وړاندیز په دې شرط ومانه چې مور به دې زماد دواده په مراسمو کې ګډون نه کوي.
ډاکټر چې کله دنجلۍ دا شرط واورېد هک پک حیران شو، په بیړه بې د پوهنتون له استاذانو سره مشوره او خبر شریکه کړه،
یوه استاذ ورته وویل نجلۍ داشرط ولې لګوي؟
ډاکټر ډېر په نه او مات زړه ورته وویل: داپه دې خاطر چې زه دیوه کال په عمر دپلار دشفقت له سیوري بې برخې شوی وم، مور مې دبې کسۍ او دغربت له وجې زما د زده کړې دستونځمن او ستومانه سفر تمام لګښت او مصارف په دې پوره کول چې له سهاره نه ترماښامه به یې دکلیوالو خدمت او غولي جاروکول،
داچې زمامور یوه خادمه او مزدوره مېرمن بللې شي نو یاده نجلۍ نه غواړی چې زما په واده کې دې ګډون وکړي.
ترڅنګ ناست اوستاذ یې ورته وویل لاړ شه نن دمور لاسونه ښکل او پرېمنځه سبا به په دې اړه ښه مشوره درکړم،
ډاکټر کورته راغی لومړی یې دخپلې مور لاسونه ښکل او بیایې په پرېمنځلو پیل وکړ،
کله یې چې دمور دلاسونو تڼاکې او ګونځې له نږدې ولیدې؛ نو بې اختیاره له سترګو داوښکوباران او رودونه وبهېدل او دژوند تمام داستان یې تر سترګو وڅرخېد او داستاد به ورکړې مشوره وپوهید .
نجلۍ ته یې پیغام ولېږه ورته بې وویل ستا دخوښۍ لپاره به هیڅکله دخپلې مور هیلې او امیدونه قربانه کړم.
رښتیا هم که د مور له هیلو هرڅه قربان شي بیا هم کم اوهېڅ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button