تل ښه ژوند وکړه 

عزیر روحاني

لقمان حکیم خپل زوی ته وویل:

  • په خپل ژوند کې تر ټولو ښه غذا خوره.
  • په خپل ژوند کې د نړۍ په تر ټولو ښه بستره کې خوب کوه.
  • په خپل ژوند کې تر ټولو ښو او بهترینو کورونو کې ژوند کوه.


زوی یې وویل:
زه خو یو غریب شخص یم څنګه دا غوره نعمتونه ترلاسه کړای شم؟

لقمان حکیم ورته وویل:
– که چیرې لږ په ځنډ او لږ کم خواړه وخورې، نو هر خواړه به دې د نړۍ تر ټولو خوندور خواړه وي.
– که ډیر کار وکړې او ستړی او ستومانه شې، نو که په هر ځای کې ویده شې، د نړۍ غتر ټولو غوره بسرته ده.
– که له خلکو سره په مینه او نیکه رویه ژوند وکړې، او د هغوی په زړه کې ځای پیدا کړې، نو په دغه وخت کې د نړۍ تر ټولو غوره کورونه ستا پر مخ خلاص دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button