ځینې بې ثبوته مسائل

ترتیب : مولوی سلیمان حقاني

حامداً ومصلیاً
اما بعد
محترمو فقهاوو چې داسلام دمقدس دین لپاره داسلامي فقهې په نامه کوم عظیم خدمت کړی هغه نه دتعارف احتیاج لري او نه له هوښیارانو څخه پټ دي
دفقهاوو داسلامي فقهې دعظیم خدمت یوه برخه دا هم ده چې په اړوندو ابوابو کې دهغو غلطو او بې ثبوته مسايلو بحث او تذکره یعنې رد کوي چې په عامو خلکو کې رواج او مشهور شوي دي مثلاً کله لیکي (وما یفعله العوام من… لاأصل له)کله نوشته کوي( وامَّا ما اُشتُهِرَ عِند العوام مِن…. فخطأ ظاهر ومُخَالِف لِلسُّنَّةِ)کله وایي (فان کلَّ ذالک فعل العوام) او کله د( فبِدعةٌ ) او (لیس بِشيءٍ) الفاظ او کلمات استعمالوي
بناءً غواړم هغه مسائل چي عوامو مسلمانانو ورونو کې مشهور شوي او دثواب په نیت یي کوي اودشریعت څخه یي حسابه وي لیکن په اصل کې هغه بې ثبوته مسايل وي او دشریعت سره تعلق نه لري
اوله مسئله
په شریعت کې دباد وتلو له امله استنجا نشته
په ځینو علاقو کې دخلکو دا عادت دی چې دباد (پوسکۍ او تیز) له امله هم استنجا کوي، خو دا استنجا بدعت او خالص داوبو اسراف دی البته که له باد سره څه نجاست خارج شي نو بیا دې استنجا وکړی شی دغه شان له خوب څخه وروسته او دبدن له نورو اعضاوو څخه دوینې وتلو له امله هم استنجا نشته
فی فیض القدیر شرح جامع الصغیر: ۶ص:۶۰
(من استنجی من الریح فلیس منا) أي لیس من العاملین بطریقتنا الآخذین بسنتنا فإن الاستنجاءمن الريح غير واجب ولا مندوب
ترجمه: حضرت جابر ابن عبدالله، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې: چا له باد وتلو څخه استنجاء وکړه نوهغه له موږ څخه نه دی،
یعنې له هغو خلکو څخه نه دی چې زموږ پر طریقو عمل کوونکي دي یعنې زموږ پر سنتو نیونکي دي؛ ځکه چې له باد څخه استنجاء نه واجبه ده او نه مستحبه
دوهمه مسئله
په اوداسه کې دګوتو ښکولو ثبوت نشته
په اوداسه کې ځینې خلک له مسحې وروسته ګوتې پرسترګو لګوي اوبیا یې ښکلوي يعنې مچي کوی، خو دا څه حقیقت اوثبوت نه لری، داله ځانه جوړ شوی عمل دی اوخوشې په خوشې عام خلک ورباندې اخته دي
نجم الفتاوی ج: ۱ص: ۱۵۵ دشیخ سید نجم الحسن امروهوي مدظلهم کې لیکلي دي ( په اوداسه کې … دګوتو مچي کولو شرعاً څه حقیقت نشته)
عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا لَیْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ
ترجمه: له عائشې رض څخه روایت شوی، هغه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې چا زموږ په دغه دین کې هغه شی پیدا کړ چې له دین څخه نه وي، نوهغه مردود او نامقبول دی
صحیح مسلم ج:۲ ص: ۷۷
دریمه مسئله
دګوتو په پرېمنځولو سنت طریقه نه ادا کیږي
دځینو خلکو داعادت دی چې له خوراک نه مخکې او وروسته فقد ګوتې پرېمنځي، حال داچې په دې سره نظافت راځي خو سنت طریقه نه ادا کیږي ځکه چې دسنت طریقې اداکېدو لپاره تر مړوندو پورې ددواړو لاسو پرېمنځل ضروري دي
وفي المعجم الأوسط للطبراني:۸ص:۸۱
عن ابن عباس عن النبي صلی الله علیه وسلم قال الوضوء قبل الطعام وبعده مما ینفي الفقر وهو من سنن المرسلین
وفي الحاشیة: قال العلماء: المراد بالوضؤ هنا غسل الیدین قبل الطعام وبعده، لیس الوضؤ الاصطلاحي المشهور·
ترجمه: له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت شوی، هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له خوراک څخه مخکې او وروسته اودس له هغو شیانو څخه دی چې فقر او غریبي ختموي، او دپیغمبرانو له سنتونو څخه دی
اوپه حاشیه کې دي: علماوو فرمایلي دي چې: مراد له اوداسه نه دلته په حدیث کې له خوراک څخه مخکې او وروسته دددواړو لاسو پرېمنځل دي، او هغه مشهور شرعي اودس ترې مراد نه دی
وفي الفتاوی الهندیه ج:ه ص:۳۳۷
والسنة غسل الأیدي قبل الطعام وبعده… قال نجم الأئمة البخاري وغیره غسل الید اواحدة أو أصابع الیدین لا یکفي لسنة غسل الیدین قبل الطعام لأن المذکور غسل الیدین وذلک إلی الرسخ، کذافي القنیة·
ترجمه له خوراک څخه مخکې او وروسته دلاسو پرېمنځل سنت دي
نجم الایمه بخاري رحمه الله وغیره فرمايلي دي چې: له خوراک څخه مخکې ددواړو لاسو دپرېمنځلو دسنت عمل لپاره دیو لاس او یا ددواړو لاسو دګوتو پرېمنځل کفایت نه کوي ځکه چې ذکر ددواړو لاسو دپرېمنځلو راغلی، او دا تر مړوندو پورې وي، همدارنګه په قنیه کې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button