دافغانستان په اړه دټرمپ څرګندونی او د جګړې دوام 

لیکنه. زکریا ذاکر

ټرمپ دا څرګندونی په داسی حال کی کوی، چی دافغانستا پلازمینه کابل د څو ورزو په تیریدو د سختو حملو شاهد وو.

ټرمپ داځل په ښکاره ډول وویل چی نور له طالبانو سره دسولې په اړه خبری نکوی.ځکه چی دوی غواړی دغه افغان غمیزه نوره لاهم اوږده کړی.
امریکایان دسولی نعری وهی په اصل کی یی موخه اشغال ده.
او په افغانستا کی د روان بهران اوکړکیچ او وینو تویولو مسوله هم امریکاده.

اوطالبان بیا په خپل دریځ ټینګار کوی. چی مونږ باید دسولې خبری نیغ په نیغه له امریکا سره وکړو.او ددغی جګړی.( غمیزی) رسی د امریکا په لاس کی ده.
طالبانو دا ۱۷ کاله کیږی چی هماغه پخوانی شرطونه یی ایښی دی تغیر او تبدیل کړی یی لا ندی.

اوحکومت ددغو شرطونو دمنلو وړتیا نلری.دلته که هر څوک ده له ریس جمهورنه نیولی ان تر والی اوڅارنوال پوری د پردیو دلاس اله دی.

طالبانو په وار وار ویلی چی جګړه زمونږ مجبوریت ده.او دغه اشغال دی جکړی ته هڅولی دی.
او داجګړه به ترهغو کوو ترڅومو چی افغانستان له اشغاله خلاص کړی نه وی.اوطالبان وایی چی زمونږ جنګ عقیدوی جنګ دی داسلام په خاطر خپل ځانونه قربانوو. او افغانستان به داځل دیوی بلی امپراطوری هدیره وګرځی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button