د ۱۹کلنو د نړيوال جام اتلولي هند وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۴) د ۱۹کلنو د نړیوال جام پايلوبه د هندوستان او اسټراليا تر منځ وه، چې دغه سيالۍ د هندوستان د نوولس کلنو په بريا پای ته ورسېدې او اتلولي يې ترلاسه کړه.
د لوبې پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه، خو اسټراليايي نوولس کلنو لوبډلې په ۴۷،۲ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او هند ته يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.
د هند لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۸ اورونو کې پوره کړ او يواځې دوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.
د استراليا لپاره جانتن مېرلو تر ټولو زياتې په ۱۰۲ بالونو ۷۶ منډې جوړې کړې.
د استراليا مقابلې هندي لوبډلې کې منجوت کلرا په ۱۰۲ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او په توپ وهونکو کې هاروېک دېسايي د ۴۷ او شوبمن ګېل د ۳۱ منډو په جوړلو وتوانېدل چې ټاکل شوی هدف پوره او د نوولس کلنو نړيوال جام اتلولي خپله کړي.
بايد وويل شي، چې دا څلورم ځل دی چې هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوالې اتلولۍ ګټي.
د نوولس کلنو کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان نوولس کلنو لوبډلې هم ګډون کړی و چې په دغې لوبو کې يې څلورم مقام خپل کړ.



