طالبه ولس له تاسره ده لاهم کوښښ وکړه او دولس زړونه لاس ته راوړه

رالیږونکی : عزیز الرحمن حنظله

زمونږ طالبان او زمونږ مسلمان ولس ولي به نه کامیابیږي؟
مورمي راته ویل وای دهمسایه وو له کورنه یوه زړه ښځه زمونږ پوښتني ته راغلې وه
وای چي چای مو ورته راوخیست ویلی زه یی نه څښم
هرڅه ټینګار مو وکړ خو نه یی وڅښلو ویلې اشتها نه لرم
نو وای ډیره خپه شوم چي داولي
څه خبره به وي ؟؟
خیر دا خو لاړه لیږ موده وروسته یی مستې دیوې ماشومي په لاس رولیږلې
وای ما دماشومي نه پوښتنه وکړه چي نیا دي زمونږ چای نه و څښلو خپه وه که څه؟؟
ویلی نه ولي به خپه وي دهغې روژه وه زمونږ دټول کور روژه ده
وای ماول نو ټولو ولي روژه نیولې؟؟
وای انجیلۍ ویل چي پرون چي دلته کلي کي عملیات وو
هغه دکافرانو ټانګونه چي راغلي وو
نو زمونږ دکور والو وویل چي که خدای طالبان وساتل او شهیدان نه شوو مونږ به ټول درۍ درۍ روژې نیسو

سبحان الله
دېته وایی اخلاص

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button