دا څنګه بې زړه انسان ده؟

ترتیب: محمد نسیم هوتک

په وړوکوالي کې یې له شیشکو،پیرانو او بلاګانو څخه ویره.
لږ ستر شي په زړه کې یې د ملا صاحب ویره وي په سبق نه پوهیږي،کور کې د ادې ډار د باندې دپلار.

اوس چې زلمی دی په لمنه ګرد نه پریږدي،هر قدم یې په کبر او غرور پورته او کښته کیږي،خو بیا یې هم د ماسلانو)پولیس(،خان،ملک او حاکم ډار په زړه کې قرار لري.

دښتو میرو کې د غلو له ډاره نشي ګرزیدلای،کور و کلي دغلیمانو له ویرې نشي تم کیدای، په ښارونو کې پولیسان دي، د ایمان ځای زړه دي او دی ډیر بې ایمانه انسان دی.

هو! همدا بې زړه انسان دونره ډار پسې راخیستي،چې اوس په خوب کې ډاریږي،کله کله یې خپکۍ هم ونسي.

ای لویه خدایه! کوم زړه کې چې دومره ویره پرته وي،ستا ویره به څه او څومره ځای شي،هو!ستا ویرې و خوف ته په داسې زړه کې ډیر کم ځای پاته کیږي.

داسې زړه کې،چې ستا او د ظالمانو ویره/ډار یو ځای شتون ولري تر دې بله لویه ګناه نشته.

ای کاش چې د دغه بې زړه انسان زړه کې یواځې ستا ویره و ډار وای نه ده ظالمانو.
کومو زړونو کې چې دمخلوک ویره وي، ستا ویره کموي او ایمان ته یې زیان او ضربه رسیږي.

ستا دا ضعیف بندګان یواځې له تانه،بلکې له.نوروهم ویریږي، همدا له نورو ډاریدونکي د زورورو له ډاره حق نشي ویلای،سره له دې چې ته د حق طرفدار یې.

ته په دروغو خپه کیږي،او دی له ډاره ریښتیا نه وایي نه یې ویلي شي.
ظلم چې ته یې نه خوښوي،دوی له ډاره د ظالمانو خدمتونه او صفتونه کوي.

لویه خدایه! چرته ده هغه مسلمان چې په زړه کې یې یواځې ستا ویره پرته ده او له نورو نه ډاریږي.

ستا بنده باید د بنده د ډار نه وي، د نمرود له لمبو او اور څخه سترګه ونه سوځوي،د فرعون پر وړاندې مغلوب او پاته را نشي،ستا په لار او عبادت کې له مرګ څخه ویره ونکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button