(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۹) پاکستان غواړي د راتلونکې مياشتې له پيل څخه د افغانستان- پاکستان تر منځ د چمن پر پوله هم د پاسپورټ لرل لازمي کړي.
د ډيوه راډيو د راپو له مخې، د دغې هېواد د سرحدي مليشو د شمالي زون يوه لوړپوړي چارواکي نديم سهيل د پښتنو د قبايلي مشرانو سره په ناسته کې کړي دي.
د سرچينې په وينا، نديم سهيل ويلي د راتلونکې مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به يواځې هغه افغانان د چمن پر پوله پرېښودل کېږي چې ويزه او پاسپورټ ولري.
تر دې مخکې، د چمن پر پوله افغانانو ته په مهاجر کارت او تذکيره د تګ راتګ اجازه ورکول کېده.
خو د پاکستان سرحدي چارواکي وايي، چې د مارچ مياشتې له لومړۍ نيټې وروسته به پر پوله د ويزې او پاسپورټ لرل لازمي وي او افغانانو ته به په تذکيره او مهاجر کارت اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تګ راتګ وکړي.
په دغې ناسته کې د چمن قبايلي مشرانو په دې پریکړه خواشيني ښودلې او له چارواکو يې غوښتي چې د دوی د تګ راتګ لپاره دې ځانګړې لارې پرېښودل شي.
پاکستان له تېرو نږدې دوه کلونو راهيسې په تورخم دروازه د افغانانو لپاره د پاسپورټ لرل لازمي کړل، چې ورسره ډیری افغانان د ستونزو سره مخ شول او وخت ناوخت يې له پاکستاني چارواکو د دغې پريکړې د بېرته اخيستو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان او پاکستان تر منځ دواړو غاړو ته په پرته پوله پښتانه پراته دي او ډيرو يې له يوبل سره خپلوۍ کړي، تګ راتګ کوي او پر پوله د پاسپورټ او ويزو لازمي کول د اندېښنې وړ مسله بولي.


















