(کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ 13 مه 1394 ل)
غزني ولايت نه په ورکړل شویو راپورونوکې ويل شوي دي چې د زنجان ولسوالۍ اړوند مست کلا سیمه کې په یوه کور باندې د ملي اردو ځواکونو د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې پایله کې د کور ۱۱ تنه غړي ټپیان شوي دي .
د یادې لسوالۍ ولسوال احمد ضیاء یعقوبي وایي، په دې برید کې ۷ تنه ماشومان، یوه ماشومه او ۳ تنه د کور نارینه غړي ژوبل شوي دي .
دغه راز یعقوبي وايې د هاوان مرمۍ لوری نه ده معلوم شوی چې له کوم لوري توغول شوې خو د دغې پېښې د ټپي کېدل يي تايد کړي دي .
د يادونې وړ ده چې دېته ورته پېښه نن سهار مهال د ميدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه چې ۱۲تنه عالم کليوال په کې وژل شوي او ۶ تنه نور يې د یو ماشوم په ګډون ژوبل شوي وه .
په دې اړه تراوسه طالب چار واکو څه نه دي ويلي .
سليم بریال


















