رالیږونکی : عزیر الرحمن حنظله
تر اوس ما پخپل شهید ملګری هم نه دی ژړلی، خو نن یوی سرتوری مور وژړه ولم، هغه مور چه ۲ غبرک وړوکی بچیان یې دکور مخ ته دغرب غلامانو بمبار کړل،
د بمبار نه وروسته می ځان دبمبار ساحی ته ورسول تر څو وکورم چه څوک خو به یې نه وی خوږ کړی،
دبمبار په ځای کی می یوه افغانه مور ولیده چه دواړه لاسونه یې په وینو سره وه، کله به دیو ټوګ ټوګ بچی بدن ته ودریدلی او کله دبل، وړوکی ماشومان ټوک ټوک پراته وه،
هفه افغان خور چه تر پرون یې چا پړونی نه وه لیدلی،
خو نن دوړوکو بچو غم سرتوره کړه،
غوښت می چه ورشم او دتنکی ماشومانو په اندامو ټولولو کی ورسره کومک وګړم، خو دمظلومی مور چغو می دپښو حرکت ودراوه، ځای په ځای کیناستم، او داوښکو په بدرکه می الله ته شکایت کاوه،
قسم په الله چه دمظلومی خور په چغو او فریادو می دمسلمه امت ځلمی را یاد شول،
مظلوم خوری دبچو ټوک ټوک اندامونه را ټولوی،
خو دمسلمان امت ځلمی اوس هم لا ویده دی،
ویښ شی، ویښ شی؟ ویښ شی،
نوټ
نن په ټول دهیک ولسوالی کی نه جنګ وه اونه کومه غونډه خو اجیرانو هلکوفتر راغلو او یو مظلوم افغان یې هم له څلورو بچو خلاس کړ،
پیښه نن دغزنی ولایت ددهیک ولسوالی دجنبات په کلی کی وشوه، چه ۴ څلور ماشومان یې شهیدان کړل.


















