غلیمګیه

شاعر : جبیر احمد مشهود
سوله کوو خو قربانۍ نه پلورو
میز ته درځو سپینه پګړۍ نه پلورو
ها چي ځانونه یې فدا کړل په دین
هغه د ګل غوندي ځوانۍ نه پلورو
قدرت پرست ډالر پرسته نه یو
د یتیم ستوني کي سلګۍ نه پلورو
د مادیاتو په بدل کي واوره
غلیمه ویاړ د خپلواکۍ نه پلورو
چي تاریخونه یې ځلاند ساتلي
غازي میوند او ملالۍ نه پلورو
هغه د لاري پر سر جوړ قبرونه
ها مزارونه او جنډۍ نه پلورو
موږ د ثالث عمر ارمان ته رسو
ها د منصور غوندي هستۍ نه پلورو
مشهوده دوي ته چا ویلي کنه
موږ مو سپین لمر د ازادۍ نه پلورو



