جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

جګړه د افغان حکومت، سوله له امریکا سره

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 1, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
731
ځلې شریک شوی
79
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

طالبان د امریکا د اشغال راپدېخوا پر یوه دریځ ولاړ دي، وايي چې تر څو له افغانستانه بهرني پوځونه وتلي نه وي په افغانستان کې د سولې منځته راتګ ممکن نه دی. خو امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځونو د پاتې کېدا او د جګړې د دوام په موخه څو مخیزه پالیسي ساتي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

طالبانو تل پر سوله ټینګار کړی دی، جګړه یې هدف نه دی، جګړه پرې تپل شوې ده، طالبان جګړې ته اړ شوي دي. جګړه هراړخیز تاوانونه لري، خو امریکا پرې ځکه ټینګار کوي چې اور د افغانستان پر خاوره بل دی او افغان ولس پکې سوځول کېږي.

وړمه ورځ چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبانو یو ځل بیا سولې ته چمتووالی وښود، افغان حکومت هم د کابل پروسې په غونډه کې اعلان کړه چې له طالبانو سره بې له کوم قید او شرطه سولې ته تیار یو.

پخپله افغان حکومت او نړیوال په دې پوه دي چې افغان حکومت ته امریکا د طالبانو په مقابل کې د جګړې او پر افغان ولس د بمبار قومانده ورکوي، پخپله حکومت نه د جګړې او نه د سولې واک لري. د سولې غږ هغه څوک کوي چې واک او اختیار یې ولري. افغان حکومت په بلخ کې د یوه ګوښه کړل شوي والي له څوکۍ د پورته کولو زور او واک نه لري.

یو حکومت چې د سولې واک نه لري، هغه به په کوم دریځ او پالیسۍ د سولې په اړه خبرې وکړي؟ یو حکومت چې د خپل نظامي، اقتصادي، رغونې، بهرنۍ پالیسۍ او د ښوونې او روزني د تعلیمي نصاب د جوړنې واک ونه لري، هغه به د ۱۷ کلونو د جګړې د پای ته رسولو څه واک ولري؟

امریکا تراوسه پورې په افغانستان کې یواځې د جګړې د دوام اړخ خپل کړی دی، د سولې په اړه هیڅ اراده نه لري، د جګړې د دوام لپاره افغانستان ته ځمکني پوځونه او هوايي بلېک هاک رالېږي. که امریکا په افغانستان کې د سولې اراده لرلای، سولې ته به یې لار هواره کړې وای. پخپله افغان حکومت هم د امریکا په څو مخیزه پالیسۍ ډاډ نه لري، ځکه چې امریکا د سولې په اړه ډاګیزه پالیسي نه لري.

تراوسه چې په افغانستان کې جګړه روانه او د سولې دروازې تړلې دي، دا د امریکا او افغان حکومت منفي کړنې دي چې د افغان ولس، نړیوالو او طالبانو پر وړاندې یې سر ته رسوي.

د اشرف غني دا وینا چې چمتو یو طالبان د سیاسي ګوند په توګه ومنو، پخپله د سولې پر وړاندې دروازي تړل دي. طالبان یواځې سیاسي ګوند نه، بلکې هغه ځواک دی چې په له منځه وړلو کې یې امریکا، ناټو او افغان ځواکونه د ناکامیو اعتراف کوي.

طالبان پر اشرف غني  ځان د اور بند په کولو په رسمیت نه پېژني، طالبان امریکا او نړیوال د یوه داسې ځواک په توګه پېژني چې په افغانستان کې یې د حکومتولۍ بېلګه نه دمخه وه او نه به وروسته ولیدل شي.

که یواځې اشرف غني د کابل د سولې په غونډه طالبانو ته په اوربند د رسمیت پېژندنې وینا کوي، بیا په کابل کې د شلو هېوادونو استازي د څه لپاره راټول شوي وو؟

په دې ټوله نړۍ پوهه ده چې افغان حکومت د امریکا په قومانده له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکوي، خو سوله د افغان حکومت په واک کې ځکه نه ده چې اختیار یې نه لري. سوله به له طالبانو سره امریکا کوي؛ امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړې ده او د سولې واک هم ورسره دی.

مخکینې مطلب

ځینې بې ثبوته مسایل دزکات متعلق (دریمه برخه)

بل مطلب

جګړه، عامه ذهنيت، طالبان او ځانګړي بريدونه يې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com