جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

ځینې بې ثبوته مسایل دزکات متعلق (دریمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 1, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
212
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سلیمان حقانی

{۱} مسئله
دقرض په معافولو زکات نه ادا کېږې
ځینې خلک خپل قرض غریب او فقیر قرضدار ته په زکات کې معافوي، حال داچې په دې سره زکات نه ادا کېږي، دزکات دصحیح کېدو لپاره طریقه داده چې اول دې، ورته دزکات مال ورکړي او له قبض څخه وروسته دې، هم دا مال او پیسې په خپل قرض کې ځنې وصول کړي، او که هغه انکار وکړي، نو په جبر او زور یې هم ترې اخیستلای شي.
في البحر رالرائق ج: ۲ص: ۳۷۰
وأداء الدین عن العین، وعن دین سیقبض لایجوز، … وحیلة الجواز أن یعطي المدیون الفقیر خمسةً زکاةً ثم یأخذها منه قضاء عن دینه.
ترجمه: دقرض ادا او معافول له موجود مال څخه او له وصول کېدونکي قرض څخه (دزکات په طور) نه جایز کېږي… او دجواز طریقه یې داده چې قرضدار فقیر ته (مثلاً) پنځه درهمه دزکات په نیت دې ورکړي، بیا دې داپنځه درهمه دخپل قرض دپوره کولو په خاطر ترې بېرته واخلي.
وفي رد المحتار ج:۲ص: ۱۳
وأداء الدین عن العین، وعن دین سیقبض لایجوز. وحیلة الجواز أن یعطي مدیونه الفقیر زکاته ثم یأخذها عن دینه، ولو امتنع المدیون مد یده وأخذها لکونه ظفر بجنس حقه، فإن مانعه رفعه للقاضي
…قوله: (أن یعطي مدیونه الخ) قال في الاشباه: وهو أفضل من غیره: أي لانه یصیر وسیلة إلی براءة ذمة المدیون.
ترجمه: ددین ادا له عین مال یعنې موجود مال څخه او له وصول کېدونکي دین څخه (په زکات کې) نه جایز کېږي… او دجواز لاره یې داده چې قرضدار فقیر ته دې خپل زکات ورکړي، بیا دې بېر ته په خپل دین کې واخلي، اوکه ممانعت وکړي، نو لاس دې ورتېر کړي او دا دزکات مال دې واخلي؛ ځکه چې دادخپل حق پر جنس برلاسی دی او که مدیون داین منع کړ نو داین دې قاضي ته دخپل قرضدار مرافعه وکړي.
… په اشباه کتاب کې دي چې قرضدار فقیر ته زکات ورکول له بل چا څخه بهتر دي، ځکه چې دا دمقروض دذمې دبرائت وسیله هم ګرځي،
(۲) مسئله
دسرو او سپینو زرو دزکات په اړه یوه غلط فهمي
دځینو عامو خلکو خیال دی کوم سره او سپین زر چې نه استعمالېږي، په هغو کې زکات شته او چې استعمالېږي، نو زکات یې نشته، حال دادی چې سره او سپین زر دزکات په شرایطو پوره وي، نو مطلقا پرې زکات واجب دی، یعنې بیا دافرق نشته چې کارول کېږي او کنه کارول کېږي.
في تبیین الحقائق ج: ۲ص: ۷۳، ۷۲
ولو کانت الفضة أو الذهب حلِیاًّ أو غیره تجب فیها الزکاةُ… وعموم قوله تعالی { والذین یکنزون الذهب والفضة} آلایة یتناول الحليّ فلا یجوز إخراجه بالرَّأْي.
ترجمه: که څه هم سره او سپین زرکالی وي او یا بل څه، نوزکات پکې واجب دی…. او دالله تعالی ددې قول { والذین یکنزون الذهب والفضة } آلایة عموم هم ګاڼو او زیورو ته شامل دی. نو په رایې سره ددې ایستل جواز نه لري
وفي رد المحتار چ: ۲ص: ۳۳
(واللازم) … ولو… حلیا مطلقا) مباح الاستعمال أو لا ولو للتجمل… لانهما خلقا أثمانا فیزکیهما کیف کانا…
قوله: ( ولو للتجمل) أي التزین بهما في البیوت من غیر استعمال.
ترجمه: او زکات لازم دی… اګر چې… مطلق کالی وي یعنې استعمال یې مباح وي اوکه نه، اوکه څه هم د زینت لپاره وي ( یعنې په دې سرو او سپینو زرو سره، په کورونو کې بغیر له استعماله فقط زینت او خایست مقصود وي) … ځکه چې دا دواړه پیدایشي اثمان او پیسې دي، نو چې څنګه وي زکات به یې ورکوي.
{۳}مسئله
دزکات پوره حساب کتاب ضروري دی
ځینې خلک دزکات پوره حساب کتاب نه کوي، څومره چې زړه یې وغواړي هماغه ورکوي، دزکات په واجب مقدار کې دکمي راتلو پروا نه ساتي، خو یاد ساتئ! چې داسې کول، دزکات دنه ورکولو معنا لري، دزکات پوره حساب کول او له حساب سره سم زکات ورکول ضروري دي، دزکات یوه پیسه هم، چې واجب شوي وي او ورنه کړی شي، نو دا دټول مال ودولت د بربادولو لپاره کفایت کوي.
في صحیح البخاري ج: ۱ص: ۱۹۶
عن عبیدالله بْن عبدالله بْن عتبة بْن مسعودٍ أن أبا هریرة رضي الله عنه قال قال أبوبکرٍ رضي الله عنه والله لو منعوني عناقاً کانوا يُؤَدُّونها إلی رسول الله صلی الله علیه وسلم لقاتلتهم علی منعها…
ترجمه: له عبیدالله ولد عبدالله ولد عتبه ولد مسعود څخه روایت دی چې ابو هریره رضي الله عنه ویلي دي چې: ابوبکر رضي الله عنه وفرمایل: والله چې که دغو خلکو د چېلۍ بچی هم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ورکاوه له مانه منع کړ، نو دهغې پر منع به ورسره قتال کوم…
(ګورئ! شارحینو ویلي دي چې: دچیلۍ بچی چې یو کلن نه وي، واجب نه دی، نو دابوبکر صدیق صاحب داخبره دمبالغې پر اساس وه یعنې په زکات کې که لږ شی هم واجب وي، نو هغه به ترې وصول کوم، نو معلومه شوه چې دزکات پوره حساب کتاب ضروري دی. )
وفي فیض القدیر ج: ۵ص:۴۴۳
(ماخالطت الصدقة) أي الزکاة (مالا إلا أهلکه) أي محقته واستأ صلته الأن الزکاة حصن له.
ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې (صدقه یعنې زکات له هېڅ مال سره نه ګډېږي مګر هغه مال هلاکوي او بیخ کني یې کوي.) او داځکه چې زکات دمال لپاره کلا ده.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

مخکینې مطلب

د وعـدې ماتولو انجام

بل مطلب

جګړه د افغان حکومت، سوله له امریکا سره

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com