کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي چې نن ماښام ۶بجې د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند د برېښنا کوټ ماموریت ته د دوی څو تنه سرتیري چې په درندو او سپکو وسلو سمبال ول، ننوتل.
د مجاهد له قوله چې هلته پر مېشتو افغان ځواکونو او سیمې ته د مرستې په موخه راغلیو عسکرو باندې یې د خپلو ټوپکونو شپېلی ور اړولي دي.
مجاهد د جګړې د شدت په اړه خبر ورکوي او وایي چې تر دا مهاله پورې د دوی دښمن ته درانده ځاني او مالي توانونه ور اوښتي دي، چې په اړه به یې نور جزئیات د خبرونو د ترلاسه کېدو وروسته درکړو.


















