پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

وروستيو پيښو د ګوډاګيانو نارسيسيزم څرګند کړ

kabull نشرونکی: kabull
دسمبر 7, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : خالد رعد

په تېرو څو وروځو کې د هيواد په بيلابيلو ولاياتو کې دوه سرې ادارې ته د منسوبو افرادو لخوا داسې اعمال ترسره شول چې په واضح ډول ترې د ګوډاګۍ ادارې د غلامو مشرانو نارسيسيزم په ډاګه کړ.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ګوډاګۍ ادارې مشران چې تر اوسه د بادارانو د وتلو او يوازې پاتې کېدو له کبله غلي او پټه خوله وو او خپله ځان غوښتنه يې نه وه ښکاره کړې، نن يې د ناټو عسکرو د پاتې کېدو له اعلان سره سم يو ځل بيا غوږونه هسک کړل او خپله اصلي څيره يې ولس ته ښکاره کړه، دوی خپل ځان ته د اهميت ورکولو په لوموړي پړاو کې دومره ژور لاړل چې آن د ولسي وګړو په وژلو يې پيل وکړ او خوند يې ترې واخيست.

که څه هم ولس د ديکتاتور مزاجه ع او غ په نس کې پراته افکار مشاهده کول او دوی هم په دې اړه څه نا څه آګاهي لرله؛ مګر له دې سره سره يې د ولس غولولو هڅه کوله، کله به يې سوله په هيواد کې د خواږه ژوند لومړی شرط ګاڼه، کله به يې له هيواده د فاريس او جاپان جوړولو وعدې ورکولې او کله به يې بيا په غونډو کې د هيوادوالو خودکفا کولو په ژمنو له ناستو خلکو چکچکې غوښتې؛ خو اوس چې وپوهيدل د دوی په غوړو خبرو يوازې هغه څوک خولې جينګوي چې په خولو کې يې څه زهر ورلويږي او دا هم تر هغو چې جيب يې ډک وي، او له دې غوړه مالو علاوه د ګيدړو په چمونو پوه او تجربه کار ولس هيڅکله د دوی په چل ول نشي تيروتلی او هغه څوک د خپل رهبر او مشر په توګه مني چې د دين، وطن او ملت د ګټو او ساتنې تضمين ورکولی شي، نو خپله مکاري ورته ناچله و ايسېده او بلاخره يې د ځان ګټه په دې کې وليده چې خپله خودخواهي څرګنده کړي او د دې لپاره له هيڅ ناروا کړنې هم ځان لري ونه ګوري.

په لنډو تيرو شويو ورځو کې د ګوډاګۍ ادارې لخوا مامور شويو غلامو عسکرو د هيواد په بيلابيلو ولاياتو کې يوازې په دې خبره خلک په شهادت ورسول چې د دوی له طبيعت سره سم نه وو ختلي، دې عسکرو لومړی د پکتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د مولوي شاهدالله منهاج په نوم يو ځوان عالم په شهادت ورساوه، د نوموړي د نژدې خپلوالو له قراره مولوي صاحب په دې جرم شهيد کړل شو چې په سيمه کې د يو وژل شوي دولتي کارمند جنازې ته نه وو حاضر شوی، دغه راز د ملي وحشت کارمندانو په پلازمينه کابل کې د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عتيق الله حامد ۷۵ کلن عالم له دې امله نيولی او بيا سخت شکنجه کړی و چې د پلخشتي جومات له ممبره يې د ګوډاګۍ ادارې مشروعيت چيلنج کړی و، نوموړی ۲۱ ورځې وروسته د خپل ولايت ميدان وردګ مرکز ته نژدې په داسي حال کې د ملي امنيت! له وحشت ګاه بهر غورځول شوی و چې په بدن يې د بې رحمه انسانانو د وحشت نښې ښکارېدلی، ده څو ورځې وروسته د اجل داعي ته لبيک ووايه.

دغه راز د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له وروستۍ رامنځته شوې پېښې هم د کابل ميشتو چارواکو انانيت ښکاري او په مظلوم ولس د خپلې ناروا پاچايي چلولو د ليونتوب ښکاره ثبوت يې وړاندي کوي.

د دوه سرې حکومت مشران په داسي کړنو سره د ولس ويرول غواړي، ترڅو د دوی په وړاندې درېدل، په کړنو يې اعتراض کول او د دوی د واک په مخ کې خنډ کيدل ورته د ژوند په بيه ښکاره شي او له دې ويري چې د فلان او فلان په برخليک به اخته شي، څه له خولې ونه باسي.

دا ډول اعمال هغه خلک ترسره کوي چې د اروا پوهانو په اصطلاح نارسيسيتان دي، دوی ځان ته د اهيمت ورکولو په مبالغه کې بې نظيره وي او قدرت ته د رسيدو په لار کې او دغه راز د خپلې واکمنۍ په ځای ساتلو او ټينګولو کې د رحم او انسانيت په نوم څه نه پېژني.

له وطنه د ديکتاتور او نارسيسيت ککرو د پنا کيدو او د هيواد شموله اسلامي واک د نفاذ په هيله

مخکینې مطلب

بېړنی خبر: د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند برېښنا کوټ مأموریت ته څو تنه سرتيري ننوتي دي

بل مطلب

نـبـوي سيرت

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com