شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ولسي جرگه نور اعتبار لري؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مارچ 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
139
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په ۱۳۸۹ل کال کې د ولسي جرگې ټاکنې شوي. د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې او ولسمشر کاري دوره پنځه کاله ټاکل شوې؛ خو د مشرانو جرگې او ولایتي شوراگانو له‌پاره کاري موده څلور کاله ده.

د اوسنۍ ولسي جرگې کاري موده په ۱۳۹۴ کال پای ته رسېدلې؛ خو له امریکا سره د شوي امنیتي هوکړه لیک له مخې تراوسه برحاله ده. په ۱۳۹۳ل کال د گډ حکومت او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو او ولسي جرگې د امریکا امنیتي تړون ته مثبته رایه ورکړه، چې د همدغه احسان له مخې تراوسه په واک کې پاتې ده او د حکومت او مریکا له شته امتیازاتو برخمنه ده.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د اساسي قانون په ۸۳مه ماده کې راغلي« د ولسي جرگې غړي د خلكو د آزادو، عمومي پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. د ولسي جرگې د كار دوره د پنځم كـال د چنگاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتيجو د اعلان څخه وروسته پاى ته رسېږي او نوې شوری په كار پيل كوي. د ولسي جرگې د دورې ترختمېدو د مخه له دېرشو څخه تر شپيتو ورځو پورې موده كې د ولسي جرگې د غړيو انتخابات كېږي.»

د ملي یووالي حکومت بنسټ هم د اساسي قانون په نقض کېښودل شو او تراوسه په اساسي قانون ملنډې روانې دي. دغه بې‌چاره قانون یوازې په سوله کې ډېر معتبر دی او حکومت نه حاضرېږي، چې اساسي قانون تعدیل کړي. په ټول قانون کې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په اړه یوه ماده هم نه‌شته او نه یې ذکر شوی دی. خو امریکا دغه احسان هم پر افغانانو وکړ او د ملي یووالي حکومت ازموینه یې په افغانستان کې وکړه.

د اوسني حکومت د جوړښت راهیسې اساسي قانون هره ورځ تر پښو لاندې کېږي. د ولسي جرگې له لوري هغه وزیران بېرته مقررېږي، چې دغې جرگې ترې د باور رایه اخیستې ده. والیان سر زوري کوي، حکومت د قومونو او گوندونو ترمنځ وېشل شوی، استعدادونه ورځ تر بلې له حکومت واټن نیسي، رشوت، غلا، فساد، زورواکي او ناقانوني د دې حکومت اصلي برخې دي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرگې راتلونکې ټاکنې د کال ۱۳۹۷ د چنگاښ پر ۱۶مه ترسره شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، چې راتلونکې ټاکنې کېدای شي وځنډېږي. دوی یې لامل د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات بولي.
دواړه مشرانو هڅه کوي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې خپل خلک ځای پر ځای کړي، چې راتلونکو ټاکنو پایلې هم د دوی په خوښه اعلان شي او که چېرې بیا هم یو گټونکی او بل بایلونکی اعلانېږي؛ نو بیا هم د ملي یووالي حکومت په نامه په خلکو بل عذاب نازلېږي، چې د همدغه درانه عذاب له لاسه هره ورځ ځورېږو.

خو واقعیت دادی، چې امریکا او نړیوال غواړي اوسنۍ ولسي جرگه او اوسنی د ملي یووالي حکومت تر راتلونکو ۷ کلونو پورې وغځوي. ځکه اوسنی حکومت د امریکا پر وړاندې سُپڼ هم نه شي کولی او دوی د همداسې کمزوري حکومت دننه خپلې پروژې ښې پلی کولی شي.

امریکا، ناټو او نورو پټو ډلو د افغانستان د کانونو چور روان کړی. حکومت ترې ځکه ناخبره دی، چې امریکایان د اوسني حکومت مشرانو ته اجازه نه ورکوي، چې له بېسونو یې لیدنه وکړي. امریکایان په خپلسري ډول له بگرام الوتنې کوي، بې پوښتنې ځي راځي، نه یې تلاشي کېږي، نه ترې پوښتنه کېږي، نه یې پلټنه کېږي، وېزه او په واشنگټن کې د افغانستان سفارت یوازې نمایش لپاره جوړ شوي دي.

حکومت یوازې تشو غوړه مالانو ته پاتې دی. د اشرف غني هر کار ورته سره زر ښکاري؛ خو همدغه اشرف غني خپل یو والي نه شي گوښه کولی. د مشرانو جرگې دویم مرستیال واده شوې ښځه تښتوي؛ خو حکومت یې پر وړاندې غږ نه شي پورته کولی، د غزني لاریون پنځو ورځو ته وغځېده؛ خو حکومت پرې څلور واړه غوږونه کاڼه کړي دي، د خوست خلک د کمپاین د عسکرو د ظلم او ستم نه سړکونو ته راوتلي؛ خو حکومت بیا هم غلی دی او مرگونې چوپتیا یې غوره کړې.

حکومت د باټو او فلمي ډیالاگونو نه جلا دی. حکومت په جدیت، د ملت د خلکو زړونو لاسته راوړل او حق حقدار ته په سپارلو کېږي، نه چې ټول ملت له څو کسانو په تنگ راغلی وي او آن هېواد پرېښودو ته اړ شوي وي. که حکومت همداسې په باټو روان وي؛ نو لرې نه ده چې څو کلونو کې یې ټغر له ټول هېواده ټول شي.

لوی ټکي: اساسي قانون نقضخالد روانملي یووالي حکومتمهمولسي جرگه
مخکینې مطلب

کندهار: ګډوځواکونو په شاولیکوت کې درۍ وروڼه او یو کلیوال ځای پرځای وژلي

بل مطلب

کندهار: د سپین بولدک  امنیې قوماندانۍ ته سرتیري بریدګر ننوتلي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com