هغوی د الله په نزد کامیاب دي

راټولونه: شاکر همدرد
په دې لیکنه کې مو هغه الهي ارشادات راټول کړي دي چې په هغه کې د کمیابۍ راز نغښتی دی.
کوم کسان چې د الله پاک په دې اقوالو عمل وکړي هغوی په ریښتوني توګه بري مندونکي دي.
الله پاک جل جلاله د بریمنو په اړه فرمایي:
او هماغه كسان بريالي دي چي د الله او د هغه د پېغمبر امر ومني، له الله څخه ووېريږي او د هغه له نافرمانۍ څخه ډډه وکړي. [سورة النور : 52]
دا (د الله) کتاب دی، په ده کي هیڅ شک نشته، د پرهیزګارانو لپاره لار ښوونکی دی. [سورة البقرة : 2] د هغو لپاره چي پر نالیدلو ایمان راوړي، لمونځ قایموي او کومه روزي چي مو ور کړې ده، د هغې څخه یې (د خدای د رضاء لپاره) لګوي. [سورة البقرة : 3] او هغه کسان چي پر هغه کتاب (قُرآن) ایمان لري چي پر تا باندي نازل کړه شوی دی او کوم کتابونه چي ستا څخه مخکي نازل کړه شوي ول، پر هغو ټولو ایمان راوړي او پر اخیرت باور لري. [سورة البقرة : 4] داسي خلک د خپل رب له لوري پر سمه لار دي او هم هغوی بري موندونکي دي. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 5]
په تاسي کښي بايد څه خلك هرو مرو داسي وي چي د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. كوم خلك چي دا كار وکړي هماغوى به بريالي شي. [سورة آل عمران : 104]
او په هغه ورځ به تله كټ مټ حق وي. د چا چي (د نېکیو) پله درنه وي هماغوى به خلاصون ومومي. [سورم الاعراف : 8]
ددې پرعكس پېغمبر او هغو كسانو چي له پېغمبر سره یې ايمان راوړى ؤ، په خپل سر او مال سره یې جهاد وکړ؛ او اوس ټولي ښېګڼي د هماغو لپاره دي او هماغوى بري موندونكي دي. [سورة التوبة : 88]
په هغه وخت کښي چي د چا (د نېکیو) پله درنه وي، هماغوى به برى ومومي. [سورة المؤمنون : 102]
د مؤمنانو كار خو دا دى، كله چي د خداى او پېغمبر لوري ته د خپلو شخړو د فېصلې د حکم لپاره وبلل شي، نو وايي: موږ واورېدله او ومومنله. همدغه راز خلك د بري او نجات موندونكي دي. [سورة النور : 51]
نو (اې مؤمنه) خپلوانو ته د هغه حق ورکړه؛ او مسكين او مسافر ته (د هغه حق ورکړه). دا کړنلاره د هغو خلكو لپاره ډېره غوره ده چي د الله خوښي غواړي، او همغوى برى موندونكي دي. [سورة النور : 38]



