سپرلیه زموږ سیمې ته په کومو سترګو راځی؟

لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار
سپرلیه پوهیږو چه راتلل دی زخمی زړونه ټکوروی، معطره هوادی روحانی اوجسمانی مریضانو ته شفاده، غاټولان اوګلابونه دی خوشبویانې شیندې، دغرونو دنګې او اسمان څکې څوکې دی په کاپرګلو او ریدی ګلو ښایسته وی له دنګو څوکوګلان راګوری سرې او زیړې پاڼې یی شمال خوځوی او دحال په ژبه دحالاتو دانقلاب زیری ورکوی.
خو اوس سپرلیه! داسی نه یی اوس له انقلاب متأثرشوی یی اوس دی معطره شمال نشته بړبوکۍ اوسیلۍ دی، غاټولان اوګلابونه دی مسکا نه کوی ږلۍ وهلی اوپاڼی یی زخمی زخمی دی، ماشومان مو ستا لمانځنه نه شی کولای پر شنډویی اوس هغه پخوانی تبسم نشته او د ویر اوغم سندرې وایی هوکې ورورجان یی په شهادت باندی رسیدلی او دلوبو پرځای دهغه دزیارت څنګ ته ناست دی او دهغو په دسمالونو دفراق اوهجران اوښکې پاکوی.
سپرلیه! هغه ملاله هم نشته ده چه دجهاد په میدان کې به یی ځوانانوته د تحریض علی القتال ټپې وهلی او دابه یی ورته ویل«که په میوندکې شهیدنه شوی: خدایږو لالیه بی ننګی ته دی ساتینه» هغه ملاله اوس درقیبانو بمبارشهیده کړی او دزلموټو شهیدانو ترڅنګ یی دغونډۍ په سر هسک اودنګ مزارجوړ دی او زیارت یی دحال په ژبه ځوانانوته دمفتون صاحب هغه شعرډالۍ کوی چه وایی «که دزلمیو احساس دغیسی ویده پاتی شی: جونې مجبوره دی چه لاسونه بنګړې وسپړې»
سپرلیه: اوس غاټولان او ګلابونه نه راټوکوی اوس غاټولان اوګلابونه رانه وړی اوس دهیواد په لر اوبرکې دوینوغاټولان راټوکوی، دسهار معطره نسیم دی اوس خوشبویانې نه بلکه دوینو بویونه راوړی، دشپونکی هغه شپیلۍ چه دانقلاب زیری به یی راوړل هغه اوس نشته شپونکۍ شهید دی او شپیلۍ یی ماته ده.



