کابل ټکی کام ۱۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ پخپلو څرګندونو کې وویل چې باید مسلمانانو ته امریکا ته د تګ اجازه ور نه کړل شي.
پنټاګون د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه خبردارۍ ورکړی دی چې د ده یادې څرګندونې ښايي چې د متحده ایالاتو ملي امنیت ته زیان او د داعش ډلې په پیاوړي کېدو کې مرسته وکړي.
پنټاګون همدا راز د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي دي چې د مسلمانانو پر مخ د پولو تړل به د بنسټپالې نظریې پر وړاندې د امریکا هڅو ته زیان ورسوي.
د ډونلډ ټرمپ په یادو څرګندونو باندې په نړیواله کچه سخت اعتراضونه شوي دي، تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم له هغو کسانو سره ملتیا کړې ده چې د ده څرګندونې غندي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ یادې څرګندونې هغه مهال وکړې کله چې په کالیفورنیا کې د یوې مسلمانې ښځې له خوا پر یوه روغتیايي مرکز باندې ډزې وشوې چې په پایله کې یې ۱۴تنه وژلي وو.


















