کابل ټکی کام تبصره احمدي عبدالله
د افغانستان جنوبي ولایت کندهار په هوایي ډګر تېر ماخستن شپږ نیمې بجې طالبانو برید پيل کړ، چې تقریباً تر ۱۵ ساعته پورې یې دوام و کړ.
له برید څخه یو ساعت وروسته ، د کندهار د والي ویاند خپلواک صمیم رسنیو ته وویل : «برید هیڅ زیان ندی اړولی او تر نیم ساعت وروسته پورې به بریدګر له منځه یوسي.»
وروسته سمدلاسه د امنیه قمندانی ویاند ضیاً دراني دا ومنله چې په برید کې تر دیرشو زیات داخلي او خارجي عسکر له منځه تللي دي، او کیدای شي چې له باګرام څخه امریکايي ځواکونه د عملیاتو په موخه د کندهار هوايي اډې ته ورشي، چې همداسې وشول، خو طالبانو په ډير اطمنان سره خپل عملیات د پلان له مخې پر مخ یوړل.
کومې سیمې ته چې دا برید ګر ننوتي دي سخت امنیتي تدابیر پکې نیول شوي وي، ځکه چې په دغه ځای کې د کندهار د قول اردو، سرحدي زون، د افغان لوړپوړو چارواکو او د خارجیانو میلمستونونه او اډې موجودې دي.
کله چې دې سیمې ته څوک داخلیږي، پولیس ورڅخه پوره معلومات کوي او د موخې په اړه ترې پوښتي، او حتی هغه کسان چې دې ځای ته تګ راتګ کوي خاص کارتونه ورکړل شوي دي.
یوه بله شرمونکې پېښه پدې کې دا وه چې تېر ماښام دولتي چارواکو دعوه وکړه، بریدګر په اردو ژبه خبرې کوي چې شاید پاکستانیان وي خو اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې څرنګه یو پنجابی چې په اردو ژبه خبرې کوي، کولای شي داسې یوې حساسې ساحې ته داخل شي، چې امنیت يې په لوړه کچه نیول شوي وي، او حتی هیڅوک هم نشي کولای چې سیمې ته داخل شي!!؟
نو ځوابونه دوه دي او دواړه ډير معقول هم دي. په افغانستان کې طالبان د ولسي خواخوږۍ څخه برخورداره دي او دولت ته هیڅ د خپل دولت په سترګه نه کتل کیږي نو ځکه هم هر کور طالب ته په ښار او بیابان کې ځای ورکوي او دولت سره یې د ځای ښودلو په رابطه همکاري نه کوي. خو چې دا «ولې؟» ځواب دادی چې د افغانستان هر وګړی له طالب سره همکاري او له روان دولت سره دښمني خپله دیني وجیبه بولي. بل دا چې د افغانستان هره اداره تر پوزې په بډه اخیستنې کې ډوبه ده او نشي کولای چې حتی د خپل ځان امنیت هم خوندي کړي، هر وزیر او مشر په خپلو باډيګارډانو بې باوره ده چې هسې نه ساتونکي یې د وژنې په سر پیسې اخیستې وي.
په هر حال، دولت سره د دومره زیاتو امکاناتو کله هم پدې ندی توانیدلی چې د سرتیرو بریدونو مخه ډب کړي او یا یې مخکې له مخکې له منځه یوسي.
تیره ورځ چې تقریباً طالب سرتیري په سپکه او درنه اسلحه سره سمبال وو او ۱۵ ساعته یې جګړه وکړه، څه حلوا خو نه تقسیمیده بلکې اور بادیده دواړه طرفونو وژل کول او په یو بل یې حملې کولې خو دا چې چا ته زیات زیان اوښتی دی هر څوک یې ښه درک کولای شي چې د طالبانو تعداد محدود وو، خو په مقابل کې د دولت او خارجیانو تعداد په زرګونه او هره ځاله، دفتر مورچل او وګړی د دولت مربوط وو، نو چې طالب هرې خواته ډز کاوه دولت ته زیان اوښت، او تلفات یې لیدل. نو ویلای شو چې د دولتي کسانو هغه ادعا چې یوازې د ګوتو په شمار کسان وژل شوي دي رښتیا نه بلکې دروغ دي، او د داسې بریدونو مخه نیول داسې کمزوري دولت ته ناشوني کار ده.


















