هر عمل عکس العمل لري

لیکوال : احمد منصور

لا مو د فراه غمجنه پېښه هېره نه وه، لا مو د هغو حافظانو او فاضلانو تصویرونه په سترګو کې غړېدل، لامو د هغو کورنیو ته د تسلیت مراتب نه وه وړاندې کړي، چې وحشي او لاسپوڅې ادارې د کندوز خلک د غم او د ویر په ټغر کېنول، د رښتینو مؤمنانوله سترګو نه یې د غم اوښکې وبهولې.

پرون د دوشنبې په ورځ د کندوز په دشتي ارچې کې لاسپوڅې اداری په یوې دیني مدرسې وحشیانه بمبار وکړ، چې د شهید شوو کسانو شمیر دوه سوو ته ورسېد چی ټول قربانیان یې علماء کرام، حافظان، او عوام ول، دغه برید ډېر غبرګونونه را وپارول چې افغان مسلمان اولس او له هیواده بهر مسلمانان یې سخت په قهر کړل.

او بیا لاسپوڅې ادارې ادعا وکړه چې دلته د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي هم موجود وه او دلیل یی دا وښود چې سپین بیرغ نصب شوی وه، طالبانو خپل تلفات رد کړل او دا دردونکې پېښه یې په سختو ټکو وغندله او خبرداری يې ورکړ چې ډېر ژر به یې عاملین د عدالت میز ته را کش کړو.

خو په فیسبوک او ټولنیزو شبکو کې هغه خلک ډېر پرې خوخ شول کوم چې د امریکایانو نږدې سپې دي او د څو ډالرو په خاطر له خپلو عزتو هم ور تېر دي او په فیسبوک کې د اسلام ضد، د ملا ضد، او د مسلمان ضد، نشریات کوي او بې حرمتیانې یې کوي، دغو ته د غني لخوا ځانګرې تنخوا مقرر ده، ترڅو پورتني افعال تر سره او د ورته پېښو ملاتړ وکړي، خو زه همدغو کسانو ته وایم چې زمونږ په غم مه خوشحاله کېږئ، مونږ د شهید شوو په شهادتونو دومره هم غمجن نه یو لکه څومره مو چې تاسو بولئ، څومره چې مونږ غمجن یو، دا خو عادي ده، دومره خو هرڅوک غمجن وي، بلکې مونږ ورته خوشحاله یو، چی الله رب العزت هم ورته عزت ورکړو او هم یې د فراغت او فضیلت سره مقبول شهادتونه ورکړل، هغوی لاړل او په الله تعالی یې ځانون تاوان کړل، او ځانونه یې د الله ﷻ په دين، کتاب او د محمد ﷺ په احادیثو قربان کړل، خو افسوس دی ستاسو په ژوند چې ټول عمر مو کفر ته په خدمت کې تېر کړ او مرګ به مو د ذلت وي.

مه بې غمه کېږئ ! هر عمل عکس العمل لري، ستاسو میندې، پلرونه او اقارب به داسې درته وژړه وو چی په سترګو کې به يې اوښکې وچې شي، مونږ هیڅکله هم نه خپل وار او نه د عامو مسلمانانو وار چاته پرېښی، مونږ چې اختار چاته ورکوو په عمل کې یې هم هغه شان پلي کوو.

د شاهین قول اوردو ، د کانټنینټل هوټل، د پکتیا ګردیز، او ورته نورې پیښی به درنه هېرې کړو، زمونږ د حافظانو، فاضلانو او عامو مسلمانانو وینې دومر ارزانه نه دي چې هر چا یې تویولو ته مټې را بډ وهلي دي، تاسو به کله رانه په خوندي مراکزو کې ژوندي پاتې نه شئ ، د یوه یوه حافظ، فاضل، او د یوه یوه عام مسلمان ورور، د وینو بدله به درنه اخلو، تاسو نور له مونږ څخه د رحم تمنا مه کوئ، زمونږ انتقام به یو په سلو وي ان شاءالله.

‏ دا هم یاد ساتئ! : ته مې په گران اولس بمبار کوه … د انتقام یې انتظار کوه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button