عرفان الله عرفاني
داځل یې په شمار خبــــــرې وکړلې
ډېرې یې د کار خبـــــــرې وکړلې
زیــړ مازدیګری ؤ دی تلو کلـــي ته
زر، زر یې په لار خبـــــــرې وکړلې
ستړی وم دمه یې شـومه سیوري ته
ماســــره چنار خبــــرې وکــــړلې
زه د عشق په اور باندې ورګډ شومه
مُسک شو سور انګار خبــرې وکړلې
بیا مې د زړګي هیلې نا هیلې شوې
ماته چې روی بار خبــــــرې وکړلې
زه خو (عرفاني) ورته غوږ، غوږ ومه
یار مې په تکـــــــرار خبـرې وکړلې


















