معنوي ښکلا لري؛ ځکه یې ښکلوم

صفي الله “رائد ”
داچې ما پرې نن خپلې شونډې خښې کړي دا هسې یوه سپینه ټوټه نه ده! او نه هم یوې خاورې پورې ځانګړې او تړلې جنډه ده؛بلکې دا د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام چې پر هره ځمکه وي، سپیـــنه جنډه ده؛ ځکه یې ښکلوم، هو! ځکه یې مچو کوم.
چېرته چې زړه لاړشي هلته مینه هم ځي، په دې سپین سپېڅلي بیرغ مې مینه راغلې؛ ځکه نن ورته راغلی یم. غواړم مینه ورکړم، زړه ورکړم او دا دی له زړه یې ښکلوم.
هو! دا سپینه سپېڅلې جنډه چې په سپېڅلې کلمې “لااله الا الله محمد رسول الله ” باندې پوښلې یواځې ښکلول یې بسنه نه کوي؛ باید د ډېرې مینې تر څنګ ترې خپله وینه هم قربان شي؛ ځکه چې د اسلامي نظام د مرام جنډه ده، د اسلامي امارت جنډه ده او د الله تعالی پر وحدانیت باندې لیکلې او پوښلې جنډه ده؛ نو ځکه یې باید قدر وشي.
دا د کوم سیاسي ليډر د سیاسي ګوند هسې او هسې … بیرغ نه ده چې د مادیاتو لپاره دې ښکته او پورته شي؛ بلکې دا د اسلامې نظام د نافذولو په موخه د سپین سپېڅلي اسلامي امارت ښایسته او تک سپین سپېڅلی بیرغ دی، چې هدف یې سپېڅلی، مرام یې سپېڅلی او ارمان یې سپېڅلی دی؛ ځکه یې له زړه ښکلوم، مینه ورکوم او زړه ورکوم.
تاسو یې هم ښکل کړئ!
د مینې ترڅنګ وینه ورکړئ او د یو سپین سپېڅلې اسلامي نظام لپاره یې دقربانیو په زور په درست جهان رپاند کړئ!!!.
سپینه بیرغه سپین عالي شانه!
خدای دې رپاند کړه په درست جهانه!
۲۵، اپریل،۲۰۱۸ څلنۍ.



