”یوازې بخښنه غوښتل کافي نه دي“: ایچ آر ډبلیو ولسمشر ته

د بشري حقونو د څار اداره وايي چې افغان ولسمشر اشرف غني د تیرې پنجشنبې په ورځ په کندز ولایت کې د هغو ملکي خلکو له کورنیو بخښنه وغوښتله چې پر یوې مدرسې د افغان هوايي ځواکونو د چورلکو په ډزو او راکټونو په داسې حال کې ووژل شول چې د دستاربندۍ مراسمو ته راغونډ شوي وو.

د روان ۲۰۱۸ز کال د اپرېل پر ۲مه نېټه د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو له چورلکو پر یوې مدرسې ډزې او راکټونه وویشتل شول، چې په پایله کې یې ۳۶ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۳۰ ماشومان وو.

ګاسمن: د امريکايي او افغان هوايي ځواک بریدونو ملکي مرګ ژوبله لوړه کړې ده

دختیځو ولایاتوعلماء: حکومت دې د کندوز د پیښې سپپناوی وکړي او عاملین دې مجازات کړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مشرې څېړونکې، پټریشیا ګوسمن، په یوه لیکنه کې، چې د یادې ادارې پر ویبپاڼه خپره شوې، ویلي، ”د غني د بخښنې غوښتلو په خطاب کې داسې څه شتون نه درلود چې د یوه ممکنه جنګي جنایت ترسره کول ترې څرګند شي. پر ځای یې اشرف غني ویلي، د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دا دی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بخښنه غواړي.“

یوناما: د کندوز دستار بندي په غونډه کې وژل شوي ټول ولسي خلک وو

دفاع وزارت:بیاهم وایو، د دستاربندۍ په غونډه کې ټول وژل شوي کسان طالبان وو

د ګوسمن په خبره، بخښنې غوښتلو ته په تمایل کولو سره یو حکومت د جنګي قوانینو له مسؤلیتونو نشي معاف کېدای. ”حکومت باید سمدستي، په دقیقه او بېطرفه توګه د یادې پېښې په اړه تحقیق او پلټنه وکړي او له جنګي قوانینو سرغړوونکي محاکمه کړي.“

د HRW مشرې څېړندويي د خپل مطلب په پای کې لیکلي چې د ملکي وګړو د وژلو له امله یوازې بخښنه غوښتل کافي نه دي، ”افغان حکومت باید د داسې پېښو د تحقیق او له هغوی د زده کړې کولو لپاره ډېر نور څه ترسره کړي، او د ملکي وګړو په غیرقانوني وژنو کې ښکېلو کسانو ته مناسبه سزا ورکړي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button