یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د منصور صیب سیاسي بصیرت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 21, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
714
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

عزام حقاني

د منصور صیب دویم تلین په یاد کې

 ۱۳۹۷/۲/۳۱

 

امیر المؤنین اختر محمد منصور رحمه الله ۱۹۳۷ هجري قمري کال د شعبان  میاشتې په ۱۴ نیټه مطابق د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د جوزا میاشتې په ۱ نیټه د امریکایي ډرون الوتکې په یوناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله وانا الیه راجعون

غواړم د شهید امیر المؤنین په سیاسي بصیرت څو کرښې ولیکم ، که څه هم منصور صیب د یوشتمې پیړۍ هغه مسلمان ، مجاهد او اتل  شخصیت دی چې زما عاجز بنده قلم د هغه د ستایلو توان په ټوله معنی نه لري.

منصور صیب په داسې وخت او شرایطو کې د امارت مشرتوب په غاړه واخیست چې له څلورو طرفونو څخه د دښمنانو تر حملو لاندې وو ، له ډیرو سختو حالتو او چلنجونو سره لاس او ګریوان وو ، که چیري خدای مه کړه منصور صیب له شویو تحرکاتو استفاده نه وای کړې واحد او یو امارت به په څو لارو ویشل شوی او یو مخیز له منځه تللی وو.

راځم د منصورصیب کارنامو او اتلولیو ته چې د دښمنانو لخوا امارت ته متوجه وې، ده رحمه الله په ډیره پوهه او تدبیر سره د مواجه خطراتو په وړاندې کلکه مبارزه وکړه د دښمنانو د توقع خلاف یې امارت ته نه هیریدونکې خدمتونه وکړل .

۱ ــ هغه وخت چې امیرالمؤنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله وفات شو ، امارت اسلامي په ډیر کمزوري حال کې قرار درلود ، او امریکایانو د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه یو ډول څرګندونې کولې ،  نو که چیري منصور صیب د امیرالمؤنین وفات خبر نشر او خپور کړی وای دوه لوی او ستر زیانونه به یې رامنځته کړي وو:

لمړی ـ امریکایانو به د خپلو عسکرو د ایستلو پریکړه وروسته کړې وای، ټول توجه او پام به یې د امارت په خپل منځي اختلافاتو تمرکز کړې وه ،  او هم به یې هغه خلا ډکه کړې وه کومه چې دوی ته په نظامي ډګر کې پیښه وه.

دویم ـ عام مجاهدین چې له دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په سخت جنګ لګیا وو، نو که چیري په هغه اولو ورځو کې د امیرالمؤنین له وفاته خبر شوي وای، په روحیاتو او جذباتو به یې دې خبر ډیر بد تاثیر کړی وو ،  او طبعا هم د مشر او آمیر په مرګ سره  په صف کې لوی لوی درزونه او مشکلات رامنځته کیږي چې بیا یې جبران  یو سخت کار وي.

خو منصور صیب له داسی یو سیاست او تدبیر څخه کار واخیست چې د دواړو خطرونو په وړاندي یې امارت جوړ روغ او بریالی را وه ایستی.

۲ ـ د نړۍ لوی، قوي او پرمختللي استخبارت یې وننګول په ډیره میړانه او کامیابۍ سره یې د آمیرالمؤنین  خلا ډکه  او هم یې له دښمنانو څخه پوره دوه کاله په دې پرمختللې او سُرۍ نړۍ کې د امیرالمؤنین د مرګ خبره پټه وه ساتله، چې دا یو لویه او نه هیرودونکې سیاسي ماته وه چې دښمن ته یې ورکړه .

۳ ــ  د امیرالمؤنین د وفات له مشهوره کیدو څخه وروسته چې امارت له کومو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو ده رحمه الله په بریا او کامیابۍ سره ټول حل وفصل کړل .

لکه د ځینو کسانو  جلاکیدل ،  خوابدي کیدل او د داعشیانو را پیدا کیدل  هغه څه وو چې امارت یې ننګاوه.

د داعش جرړې یې په افغانستان کې وه ایستلې او ختمې یې کړې کوم چې ټوله سیمه ځیني په وام او ترس کې وه.

چې دې کار یې د نړیوالو خاصتا دسیمي هیوادونو توجه جلب کړه.

خوابدي او خپه کسان یې بیرته ټول په ځان راټول کړل، هغه پلانونه او دسیسې چې دښمن په کار اچولې وې څو طالبان په مختلفو ډلو او ګروپونو وویشې  په معدن کې ور خنثاء کړې.

۴ ــ  طالبان یې نړیوالو ته داسي معرفي کړو چې دا یو قوي ، متحد او سیاسي ځواک ده چې هدف یې له افغانستان څخه د یرغلګرو ځواکونو شړل او دلته یو مشروع ، خپلواک او ټولو افغانانو ته منلی حکومت رامنځته کول دي .

د دطالبانو هغه څیره او بڼه یې چې د دښمن رسنیو دنیاوالو ته ښودلې وه چې دا یو تروریستي ، وحشتناکه او ترهګره ډله ده چې د ټولي سیمې لپاره یو جدي او لوی خطر ده ، چې هدف یې د ټولې سیمې بې امنه کول دي درواغ او افتراء ثابته کړه .

د خپل واک او ژوند په دوران کې یې څوځله خارجي هیوادونو ته سفرونه وکړل څو یې خپله مبارزه مشروع او حقه ثابته کړه .

او هم یې له خارجي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو جوړولو هڅې وکړې ، څو د طالبانو په وړاندې د دنیاوالو چې کوم زهنیت وو خراب کړ پر ځای یې د طالبانو واقعي او اصلي څیره وه ښووله.

۵ ــ  د هیواد په داخل کې یې داسې کارنامې ترسره کړې چې تاریخ به ورته هیڅکله په کمه سترګه  ونه ګوري .

لکه په سیاسي ، نظامي ، فرهنګي اوتعلیمي ډګرونو کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې.

د تعلیم په اړه یې هیوادوالو او نړیوالو ته وښودله چې مجاهدین د تعلیم او زده کړي ضد نه دي .

په خپله لومړۍ اعلامیه کې یې د مکتبونو او ښونځیو په اړه د عام ولس سوالونه او شکونه لري کړو،  چې دې کار یې په ولس کې محبوبیت څو چنده زیات کړ،  او دهغو خلکو دا خبره چې هر وخت به یې کوله چې مجاهدین د مکتب او پوهنتون ضد دي  په خولو کې بنده او وچه کړه او عملا یې وښودل چې مجاهدین د تعلیم او زده کړي پلویان او مدافعین دي.

د سولې په اړوند یې د دښمنانو توطیې او پلانونه شنډ کړل کوم چې دوی به د خپلو شیطاني رسنیو له لارې عام ولس ته ویل چې طالبان د سولي ، امن او ثبات دښمنان دي ، او نه غواړي چې په افغانستان کې امن او کراري راشي ،  په همدي منظور یې په قطر کې سیاسي دفتر پرانستی ، خپل استازي یې ور وه لیږل ، خو دا دفتر د کابل ادارې د مشر حامد کرزي لخوا بند شو ،  او همدارنګه په دې میدان کې یې  کوټلي ګامونه واخستل   او هم یې هر وخت د سولي اړونده خپلې اعلامیې او بیانیې په مطبوعاتو کې نشر کړې . څو ولس او دنیاوالو ته جوته شي چې کوم لوری سولي ته ژمنتیا لري او کوم یې نه لري.

دنیاوالو او خپلو هیوادوالو ته یې د امارت اسلامي رغنده، صفا او سوچه پالیسي او تګلاره په واضحه توګه وه ښودله .

په اخیر کې وایم  چې آمیرالمؤنین  واقعا یو مشر لیډر او قائد وو  چې کمزوري امارت ته یې په سیاسي،  نظامي ،  اقتصادي ، فرهنګي او اجتماعي ډګر کې بریا او کامیابي ورکړه .

چې بالاخره یې په همدې سپیڅلې لار د عمر ، عثمان او علې رضوان الله علیهم اجمعین په څیر خپل سر قربان کړ.

نحسبه کذالک والله حسیب

روح دي ښاد او یاد دي تل تر تله وي

مخکینې مطلب

د افغانانو روژه (۳)

بل مطلب

پاکستان: ۴۴ درجې ګرمي د کراچۍ ښار لسګونه اوسيدونکي وژلي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com