دروېش درانی
لحده نیسه یې کرار په غېږ کې
یو زهره چاودی او خوږمن درسپارو
چې یې زخمونه دي د ستورو په شمېر
د کهکشان غوندي بدن درسپارو
د صداقت له ګلو ډکه چې وه
پاره پاره هغه لمن درسپارو
دا یې ګناه وه چې یې نه پرېښودل
پر خپل اسمان باندې د بل لمرونه
توره تیاره به یې تیاره بلله
سپینو لمرو ته یې ویل لمرونه
خپل ژوند یې ټول په تروږمۍ کې تېر کړ
د بل دپاره یې تراشل لمرونه
دا یې اعلان و چې انصاف به ګټو
د خپلې خاورې او خپل ځان دپاره
چې د بل چا په وینو داړې سرې کړي
دا حق به نه وي د انسان دپاره
څوک به د چا قصیدې نه پرې وايي
منبر به وي تش د اذان دپاره
هغه وګړي به جابر باله شي
نوم به څوک نه ږدي د امام ورباندې
چې د بل چا له اوښکو ستوري جوړ کړي
او ښايسته کړي خپل ماښام ورباندې
بېوسه زړونه یې هوار وي مخ ته
په ناترسي لګوي ګام ورباندې
خو د فرعون وارثان ژر راغونډ شول
چې دا سړی کږې خبرې کوي
زموږ د واک سېسۍ به ښکار کړي یو وخت
دا د شاهین بچی وزرې کوي
نن که تنها دی خو سبا به ګورئ
چې اقتداء پسې لښکرې کوي
راځئ چې اوس لا ترنده ولټوو
د دې روښانه او سپین لمر دپاره
راځئ چې وکړو انتظام د غشو
دا د ولس د ښي وزر دپاره
راځئ چې ځمکه له اغزو کړو پاکه
نن د ګناه د نوي کر دپاره
بس، بیا هر لور ته غلبلې جوړې شوې
چې د وطن دا لوی غدار ونیسئ
غاښ د هېواد په پاک وجود لګوي
دا د لستوڼي تور ښامار ونیسئ
د خپلې خاورې دا دښمن ونیسئ
د خپل دښمن دا مددګار ونیسئ
د درواغجنو په دې نارو باندې
ساده ولس شو ټول خطا لحده!
چا چې د دوی پر سرو زخمونو ژړل
ماته یې کړه د هغه ملا لحده!
دا دی په وینو اوس لړلی راغی
په بې وسۍ سره تر تا لحده!
نو ته یې ونیسه کرار په غېږ کې
دا زهره چاودی او خوږمن درسپارو
چې یې زخمونه دي د ستورو په شمېر
د کهکشان غوندې بدن درسپارو
د صداقت له ګلو ډکه چې وه
پاره پاره هغه لمن درسپارو


















