کابل ټکی کام فریداحمد
د پاکستان خیبر پختونخوا ایالت د پيښور په ښار کې په یوه ښوونځي د وسله والو لخوا د حملې وروسته د لمړی کلیزې څخه یوه ورځ مخکې د پنجاب ایالت په مختلفو بندیخانو کې اته کسه هغه بندیان چې کیدای شي پدې پيښه کې یې لاس درلود په دار وځړول.
په پاکستان کې د اعدام د حکم ممنوعیت هغه وخت لغو شو کله چې تیر کال ۲۰۱۴ د ډيسمبر په ۱۶ نیټه د پيښور په یوه فوځي ښوونځي وسله وال برید وشو چې پکې یو تعداد ماشومان ووژل شول.
پاکستان په روان یوه کال کې ۳۱۰ تنه اعدام کړي دي، چې ډير نور بندیان هم د اعدام انتظار باسي.
ویل کیږي چې په یادو اته تنو کې بعضو د (رحم غوښتنه) هم کړې وه چې د پاکستان د فوځ د مشر لخوا رد کړل شوه.


















