کابل ټکی کام قدرت الله حسین
راپورونه وايي، چې د دمشق په څنډو کې له درندې بمبارۍ يوه ورځ وروسته روسيې په حلب او ادلب او شاوخوا سیمو کې ټوليزه وژنه پيل کړې ده.
د دمشق شاوخوا د روسيې د درندې بمبارۍ د خلکو سخته غصه راپارولې، د سوريې قومي ايتلاف پر روسيه تور لګولی، چې ټوليزه وژنه يې پيل کړې ده، بل لور ته ګڼې ويډيوګانې او انځورونه د دې شاهدي ورکوي، چې روسيه روغ کلي له منځه وړي، همدا راز روغتونونه، جوماتونه او ښوونځي په نښه کوي، چې د مېرمنو او کوچنيانو په ګډون هر څه په کې له منځه ځي.
د حلب او ادلب پر خلکو د روسې تازه بمباريو لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، راپورونه وايي، چې د روسيې په ډېری بمباريو کې بشپړې کورنۍ له منځه ځي.
روسيې دغه سخته بمباري نن سهار پيل کړې ده چې لا هم دوام لري، روسيه دغه بمباري د داعش پر ضد خورا اغېزناکه بولي، خو داعش بيا وايي، چې دوی ته کوم زيان نه اړوي.


















