فکرمل طالب
درته خجل یمه بخښنه غواړم
پښېمانه تل یمه بخښنه غواړم
ته مې قبول کړه چه کامل مؤمن شم
نا مکمل یمه بخښنه غواړم
رحیمه ذاته شپه ده درې بجې دي
په ګناه دَل یمه بخښنه غواړم
د سوال ځولۍ مې درته لپه کړله
طالب بُلبُل یمه بخښنه غواړم
زړۀ مې اشغال کړ دګناه لښکرو
مرسته مختَل یمه بخښنه غواړم
ربه محبوب دې وسیله ګرځوم
خوار فکرمل یمه بخښنه غواړم


















