یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

هسې په نوم مسلمانان

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 5, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
256
ځلې شریک شوی
183
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 آصف الله آصفی

الله تعالی څه ښه فرمایلي دی چې : یا ایها الذین آمنوا ادخلوا في السلم کافة. یعنی ای مومنانو په اسلام کې پوره پوره ننوځئ.
د خدای تعالی د دې حکم موخه داده چې صحیح مسلمان هغه دی چې په اسلام کې پوره ننوتی وي، داسې نه چې د اسلام ځینې احکام او اوامر چې د ده زړه یې مني او خوښیږي یې هغه مني او ځینې نور چې په طبعه یې برابر نه وي هغه ونه مني.
رسول الله ص فرمایلي دی چې : لا یؤمن احدکم حتی اکون احب الیه من والده و ولده و الناس اجمعین.
یعنې تر هغې تاسې پوره مومنان نشئ جوړیدای چې زما سره مه له خپل پلار، خپل اولاد او بالآخره له ټولو خلکو نه زیاته مینه او محبت ونه لرئ.
بل ځای کې هم الله تعالی فرمایی چې: قالت الاعراب آمنا قل لم تؤمنوا و لکن قولوا اسلمنا، و لما یدخل الایمان في قلوبکم.
یعني بانډه چیانو به ویل چې مونږ ایمان راوړی یعنی مومنان یو، ای پیغمبره ص ته ورته ووایه چې په حقیقت کې تاسي ایمان ندی راوړی، هسې په خوله وایئ چې مسلمانان یو، ستاسې زړونو ته هیڅکله ایمان ندی ننوتی.
زما هدف له دې آیتونو او حدیث شریف څخه دادی چې دې ځینو هسي په نوم مسلمانانو ته تعجب وړی یم، په ټولنیزو رسنیو کې چې د اردوغان خبر وویني چې بریالی شوی یا یې چا د اسلام، دین او مسلمانۍ په لحاظ د هغه طرفداری کړی، نو دا په نوم مسلمانان وایی، د پردیو خلکو صفت باندې څله ځانونه ستړې کئ، د خپل اشرف غني صفت ولی نه کوی، همداسې کله چې څوک د قدس په مسئله کې پر مسلمانانو ویر او غم ښکاره کوي، نو وایی زمونږ په خپل هیواد ولې ویر نه کوئ، زمونږ په هیواد کې د قدس له مسلمانانو زیات ظلم او جبر روان دی. بیا وایی چې د قدس خلک پردی خلک دی او د خپلو افغانانو غم په کار دی.
همدا راز چې څو ورځې وړاندې په جلال آباد کې سیکهان او هندوان په یوه چاودنه کې ووژل شول نو دغو هسې په نوم مسلمانانو پرې سخت ویرونه ښکاره کړل، او آن چې یو حدیث شریف یې دلیل هم وړاندې کړ چې : د معاهد وژل حرام دی.
خو بل پلو ته چې بیا په برما، فلسطین، سوریه، او داسې نورو هیوادونو کې پر مسلمانانو داسې ظلمونه کیږي چې په تاریخ کې ساری نه لري، بې د دې هسې په نوم مسلمانانو خولې بندې وې هیڅ هم نه وایی.
د دې نه په ډاګه معلومیږي چې د کفارو پر وژل کیدا ویر ښکاره کول او د مسلمانانو پر وژل کیدا خوله چوپه ول او یا ورته دا دلیل نیول چې ګوند هغه افغانان نه دی په مونږ پورې یې څه؟ هسې په نوم مسلماني ده.
ځکه چې الله تعالی فرمایل: اشداء علی الکفار رحماء بینهم. مسلمانان هغه څوک دی چې پر کفارو باندې سخت ګیر او پخپل مینځ کې مهربانه او د رحم څښتنان وي.
نو هر هغه څوک چې د اسلامي نړۍ او یا د ټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مسلمانانو د ظلم کولو پر مهال بې اعتنایی ښکاره کوي او یا هغوی خپل وجود نه ګڼي، او برعکس که د نړۍ په هر ځای کې د کفارو پر وژل کیدا ژور خفګان ښکاره کوي، په خپل ایمان کې تجدید نظر ورکړی. او که غواړي مسلمان پاتې شي نو توبه دې وباسي او دا کلمه دې بیا له سره ووایی چې : لا اله الا الله محمد رسول الله.
زما هدف دا ندی چې ګوندې په افغانستان کې د سیکهانو او هندوانو وژل روا بولم، بلکې زما هدف دادی چې که پر دوی غم او غوصه ښکاره کوو، نو پر مسلمانانو د ظلم پر مهال باید لس چنده خفګان ښکاره کړو، نه دا چې بې اعتنایی وکړو. کنه نو بیا به هسي په نوم مسلمانان وو نه حقیقي مسلمانان.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخکینې مطلب

د نیکولسن په ګډون لوړپوړي افغان او بهرني چارواکی کندوز ته رسیدلي

بل مطلب

پرلتیان امریکا ته: په افغانستان کې خپل بایللی ارزښت بیا راژوندی کړئ

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com