کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د ويريجينيا چارواکو په اوګوسټا سيمه کې تېره ورځ له دې امله ښوونځي تړلي دي، چې زده کوونکو ته د «کلمې طيبې» په اړه کورنۍ دنده ورکړل شوې وه.
د سيمې خلک له دې امله قهرېدلي و، چې ولې يې بچيانو ته ښوونځيو کې داسې يوه کورنۍ دنده ورکړل شوې ده.
د کيمبرلي هيرنډون په نوم يوې مېرمنې وويل، کله يې چې نهه کلن زوی کور ته راغی او په کورنۍ دنده کې ترې د «لا اله الا الله محمد رسول الله» کلمې ليکل غوښتل شوي و، دې داسې احساس وکړ، چې د يوې مور په څېر يې حقوق تر پښو لاندې شوي وو.
دغه مېرمن وايي، دا کار ورته ځکه هيښوونکی و، چې زوی ته يې د اسلام په اړه زده کړه ورکول کېږي.
خو د يادې سيمې د ښوونځيو مدير وايي، دا او نور داسې درسونه د اسلام يا بل دين د زده کړې لپاره نه دي، نه هم له کوم دين د چا د اړولو هڅې دي.
د ښوونځي ښوونکي وايي، دا يې د کورنۍ دندې په څېر زده کوونکو ته ورکړې وه، څو د ليک مضمون کې يې وليکي.
خو د دغې کورنۍ دندې په اړه ډېری غبرګون ښودونکي عيسويان ښودل شوي، دوی وايي، نه غواړې بچي يې د اسلام په اړه ښوونځيو کې څه ولولي، په داسې حال کې چې دوی د مسيحيت پيروان دي.
خو د ښوونځيو مسوولين وايي، درس يې په ويريجينيا کې له ښوونيز معيار سره برابر دی.


















