کابل ټکی کام فرید احمد
تېره ورځ د ایران د نظام د مصلحت پيژندونکې ټولنې د سټراټيژیکو تحقیقاتو د مرکز مشر علي اکبر ولایتي وویل چې د ملګرو ملتونو هغه پریکړه چې د داعش په خلاف یې ترسره کړه له ډيره ناوخته ده.
هغه وویل چې ملګرو ملتونو باید پخوا د داعش سره د مرستو بندولو لپاره پریکړه کړې وای خو چې دا نده شوې سوالونه پيدا کوي.
د ایران راډیو تلویزیون د خبر له مخې علي اکبر ولایتي نن د ایران د سمندري قواوو د قمندانانو ته په وویل چې د امریکا چارواکو په اعتراف د داعش ترهګرې ډلې جنایتونه، د لویدیځ او په سیمه کې د هغوی د عواملو په ملاتړ سره ترسره شوی دی.


















