پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

نیکولسن، سعودي ناسته، پرلتونه او مذهبي فشار/ بدرالدین ابدال

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 8, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
202
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امریکا او افغان حکومت د تل په څېر له سولې سیاسي گټه اخلي. دوی عامو خلکو ته داسې ذهنیت ورکوي، چې امریکا+ افغان حکومت سوله غواړي، خو طالبان د سولې مخالفت کوي او طالبان د دوی هره غونډه له وخته مخکې سبوتاژ کړي. داسې هم شوي چې د طالبانو په نامه جعلي استازي هم ځینو ناستو ته بلل شوي او د روان کال د ترکیې ناسته یې یوه ښه بېلگه وه، چې گډونوال یې د «مه ښوره» کلمه تراوسه مشهوره ده.

 دوی هره ورځ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پیل کېدو اوازې خپروي؛ خو څو ساعته وروسته یې طالبان رد کړي. تېره اوونۍ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ډاکټر اکرم خپلواک وویل، چې راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوي. طالبانو له دې وړاندې هم لسگونه ځلې ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي؛ ځکه د افغان حکومت د واک واگې له امریکا سره دي او د روانې جگړې اصلي لامل هم امریکا ده او باید له امریکا سره د روانې جگړې خبره یوه طرفه شي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تېره ورځ د سعودي عربستان رسنیو وویل، چې د سعودي حکومت په پام کې لري د جدې په ښار کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمان د افغانستان روانه جگړه د مذهبي اړخه وڅېړي او خپله فتوا به بیا صادره کړي. داسې فتوا لکه د کابل په ناسته کې چې صادره شوه او دولت ته یې هېڅ گټه ونه کړه. ځکه د کابل د ناستې مفتیانو یوازې له طالبانو سوله غوښتې وه، خو د امریکایانو یاده یې نه وه کړې.

له دې وړاندې په اندونیزیا او کابل کې هم ورته غونډې شوي وې؛ خو یوه ذره گټه یې ونه کړه، ځکه په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي په شتون کې هم د طالبانو روانه جګړه څوک نه‌شي ننگولی. په داسې وخت کې به د طالبانو روانه جگړه څوک څنگه وننگوي، چې زرگونه امریکايي، اروپايي، اسټرالیاوي او د کفرۍ نړۍ زرگونه عسکر لاهم په افغانستان کې دي او هره ورځ دلته بې گناه افغانان شهیدانوي. زموږ د هېواد ځمکني او هوايي واگې د دوی په لاس کې وي او د دوی پر ضد مبارزه کوونکي د زندان د تمبو شاته پراته وي.

نیکولسن، پرلتونه او مذهبي فشار

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن ویلي وو: پر طالبانو به مذهبي او سوله‌ییز فشارونه ډېر کړي. له دې خبرې وروسته د هېواد په گوټ ـ گوټ کې پرلتونه پیل شول او د هلمند د سولې کاروان ۷۰۰ کیلومټره مزل پایله هم تراوسه بې برخلیکه پاتې ده. ځکه د هلمند د سولې کاروان غړي هم له طالبانو سوله غواړي او د امریکا سفارت ته د دوو ورځو پرلت وروسته یې هم کومه گټه ونه کړه. نه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې وشوې او امریکا سفارت ته یې سپارلي لیک کې له امریکایانو مننه کړې وه؛ خو د امریکایانو د ژر وتلو هېڅ یاده یې نه وه کړې.

د سعودي ناسته به هم وشي؛ خو گټه به یې بیا هم صفر وي. ځکه دغه ډول ناستې یوازې د وخت ضایع کولو لاره ده، چې له دې لارې د جگړې پر مخ بیوونکي لا پړسېږي او د سولې د عالي شورا معاشونه، سفرونه او ډالري فتوا گانې روانې ساتل کېږي.

طالبان د سولې معلوم ادرس لري او امریکا+ افغان حکومت دې دغه ادرس نه ورک کوي. د سولې ټولې خبرې دې د قطر له دفتر سره مخامخ وکړي او د سولې خیرات دې له گاونډیو او د سعودي له دولتي مفتیانو نه اخلي.د سعودي فتواوو هغه وخت ارزښت له لاسه ورکړی، چې کله محمد بن سلمان «د نوي اسلام» د مروجولو کمپاین پیل کړی او عام خلک په دې فتواوو نه غولېږي.

لوی ټکي: امریکابدرالدین ابدالسعودي ناستهسولهطالبانمهم
مخکینې مطلب

رازونه افشا کیږي او څیرې بربنډیږي

بل مطلب

د کاڼي کرښې (پنځلسمه برخه)

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com