کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د ترکیې له هېواد څخه په جدي ډول غوښتنه شوې وه چې په ۲۴ساعتونو کې دې د دوی له ملک څخه ووځي، او که نه، نو په خلاف به یې دوی د هر ډول چارو څخه کار واخلي، او د ملګرو ملتونو د امنیت شوراء ته به له یادې خبرې شکایت وکړي، اوسمهال ترکیه دې ته تیاره شوې چې خپل عسکر له عراق څخه وباسې.
بارک اوباما د ترکیې پلازمینې انقرې څخه وغوښتل، تر څو له عراق خپل عسکر وباسي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د شنبې په ورځ ومنله چې له عراق څخه یې د عسکرو په ویستنه کې د عراق له حکومت سره سوتفاهم رامنځته شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د عراق د موصل په بشقیه سیمه کې د ترکیې هېواد سرتېرو یوه ډلګۍ چې کمه شمېره لري په عراق کې له څو میاشتو را هیسې د داعش ډلې پر خلاف د اوطلبه کسانو ته روزنه ورکوي چې ټول شمېر یې ۶۰۰تنه او ۲۵ټانګونو ته رسیږي.


















