(کابل ټکی کام : یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل) :
د هند دولتي رسنیو د خبر په استناد ټاکل شوې ده چې د دې هېواد لومړی وزير نريندرا مودي به کابل ته رسمي سفر کوي .
د خبرځای په وینا نوموړی به د روانې میاشتې په دېرشمه نېټه کابل راشي .
مودي به د خپل سفر په لړ کې د افغانستان له مهمو لوړ پوړو چار واکو سره ملاقاتونه وکړي او همدا رنګه پلازمینه کابل کې به د افغانستان د ولسي شورا ودانۍ پرانېسته هم کوي .
د افغانستان د ملي شورا دغه نوې ودانۍ دهندوستان په مالي لګښت رغول شوې ده، چې ۲۲۰ ميليونو ډالرو په خرڅ تکميل شوې ده .
افغانستان ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي واک ته له رسېدو څخه وروسته دا لومړی سفر دی چې کوي يې .
بدرالدین ځواك


















