لیکوال : ملنګ خوستی
کله چې صلیبي اشغالګرې قواوې د طالبانو د حکومت د سقوط سره سمې افغانستان ته راننوتې، نه یواځې دا چې د خپل غربې کلتور او کفري نظریې د خورولو په خاطر یې د دیموکراسۍ په نوم د داخلي ګوډاګیانو په مرسته په لکونو افغانان په خپلو سرو وینو کې ولمبول بلکه د افغانستان د مظلوم ولس په هر څه یومخیز تالان او وحشیانه حملې شروع شوې، له هر څه نه مخکې د اسلام مقدس دین او الهي اسماني قانون تر پوښتنې لاندې راغی او په بدل کې یې په دیموکراسۍ پوښلی غربي اساسي قانون وضع شو، اسلامي جید علماء ، سیاسي څهرې ، قومي مشران ، او ګڼ شمیر تعلیم یافته افغانان یا په پیسو واخیستل شول یا ونیول شول باګرام او ګوانتانامو زندانونه ترې ډک شول یا شهیدان او یا د خپل کور او ټاټوبي څخه وشړل شول .
د افغانستان د اسلامي کلتور د فساد او د افغان ولس د اسلامي نظریې د بدلولو او فحشا د خورلو لپاره ګڼ شمیر هوټلونه په کرایه ونیول شول، د لمر او طلوع په شمول ګڼ شمیر خبري رسنۍ مؤسسې او دسیسې په کار واچول شوې.
افغاني کلتور ، اسلامي حجاب، افغانی حیا ، افغانی لباس یوشان له نظره وغورځیدل، غربي کلتور غربي فرهنګ تورات او انجیل طرفته بلنه شروع شوه، د قرآن کریم په جهادي تفسیر او ژباړه په ټول هیواد کې بندیزونه ولګیدل، ننګ، غیرت، شهامت ، اسلامي احساسات او جذبات نیست او نابود وشمیرل شو، په عوض یې پردۍ غلامي، د اسارت ژوند، په تاریخي دښمن د خپلې ملا ټینګول د افغانانو جائز او روا حق وګڼل شو، د افغان ولس په بې رحمه وژنه او ناترسه بمبارونو د وزیر اکبر خان او احمدشاه ابدالي مډالونه بیرته انګریزانو او امریکایانو ته ورکړی شول.
د پخوانو کمونستانو، غربیانو، ایران پلوه او نورو بې ضمیره وطن فروشه افغانانو څخه یوه شریکه اداره جوړه شوه، په دولتي مالونو، ملي شتمنۍ، بیت المال او په دولتي ځمکو د چور چپاو یوه بې ساري مسابقه جوړه شوه، هر څوک د خپل وس په اندازه لګیا دي د خپلې تخزې پوټکی خپلې مخې ته غورځوي، په دې تالاني سیالۍ کې نر هغه دی چې د هر چا نه مخکې او یواځې په کابل کې سل شپږشله پاخه بلډنګونه ولري.
خلاصه دا چې د دې قحطي ملخانو نه هیڅ شی په افغانستان کې په امان نه شو، آزادي د خلکو له سترګو پناه شوه، یواځې د جهاد د سنګر مجاهدینو د آزادۍ خوند او مزه د جهاد په ګرم سنګر کې د بې شمیره مرمیو په باران کې موندلي ده نور ټول ملت یو شان د غلامۍ په ځنیر تړل شوی دی.
که څوک په اوسپنیزو پنجرو کې دي او که څوک په خپلو کورو کې دي ټول یو شان اسیران دي هیڅوک آزاد نه دي، قومي سپین ږیري، جرګیز مشران د خپلې خیرخواهۍ په جرم د قومونو د سولې او امن قرباني شوي د جنازو په میدان او د جماعتونو په جمعه بماري خو یوه عادي خبره ده د موټرو په سورلی ګولی چلول خو بیخي یو روا عمل ګڼل کیږي، د دې ټولو نه لویه د تعجب خبره دا ده چې دا ټول نه معاف کیدونکي جرائم خپل ځان ته په خپله بښي.
که د اوسنیو اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو مظالم سړی د روسانو د مظالمو سره پرتله کړي نو په ډاګه سړی ویلی شي چې اوسنیو یهودو او د هغوی مزدورانو هغه څه په افغانستان کې ترسره کړل چې روسان د هغې په خوا هم نه وو ورغلي، قلم یې په لیکلو شرمیږي، لاس او زړه یې په لیکلو درزیږي، سترګې له حیا نه پټیږي او انسان خو پریږده د ځنګل ځناور هم د دغسې اعمالو نه پناه غواړي، هر سړی په دې ښه پوه دی چې که په روسانو یو ځل جهاد فرض عین وو نو په راغلو صلیبیانو دوه څلویښت ځله جهاد فرض عین دی، ځکه دا ځل د دوه څلویښتو هیوادونو عسکر راغلي دي او هر یو یې په سرکشۍ ، ظلم او فساد کې د روسانو نه په څو چنده زیات دی .
نو د هر افغان مسلمان د دې وحشي ظالمانو په ظلم چې هیڅ حد ، اندازه او انتها نه لري، بې طرفه او چوپه خوله پاتې کیدل د بزدلۍ، بې ایمانۍ او ماده پرستۍ نه علاوه بله هیڅ معنی نه لري ځکه مؤمن مسلمان که هر څومره غریب بې وسه او بې کسه شي خو د دومره ظلم د زغم توان نه لري، غریبي مني خو غلامي نه مني ، مرګ قبلوي خو بې پتي نه مني ، خپل ځان قربانوي خو بې دیني نه مني

















