کابل ټکی کام ۳۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا د نېوادا ایالت په لاس ویګاس هوټل کې یوه موټر چلوونکي په پیاده کسانو باندې موټر خېژولی دی چې له امله یې ۱تن وژل شوی او ۳۶تنه نور ټپيان شوي دي.
پولیسو رسنیو ته ویلي دي«تر اوسه پورې دا نه ده مالومه چې یاده مرګونې حمله په لوی لاس شوې، او که له تخنیکي ستونزو له کبله را منځته شوې ده.»
د لاس وېګاس پولیسو له لورې د ټوېټر له لارې په یوه پیغام کې ویل شوي دي چې موټر چلوونکی اوسمهال د امنیتي ځواکونو په توقیف کې دی.
چارواکو ویلي دي چې په یاده پېښه کې د ټپيانو شویو اوو کسانو روغتیایي وضیعت نازک دی.
چارواکو همدا راز ویلي، «د ترهګرۍ ضد پولیس سیمې ته ورغلي دي، خو لا نه ده څرګنده چې دا پېښه د ترهګرۍ سره اړیکه لري.»


















