(کابل ټکی کام : یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل) :
نن طالبانو د یوې رسمي خپر پاڼې په ترڅ کې اعلان کړی، چې دوي ته د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه افغان پولیس يوځای شوي دي .
دغه پولیس د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دې وروستيو کې له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.
د طالبانو دغه اعلامیه وايي، چې دغه پولیس ددوي د ځانګړي کميسيون دعوت ارشاد جلب او جذب په هڅو او د ځايې علماو د دولت لیکو پرېښودو ته هڅولي دي، چې نومونه يې په لاندې ډول اعلان شوي دي:
محمدنسیم ولد عبدالغفور دیزدا اوسیدونکی، جمع ګل ولد محمدیار دوکیل وزیر چهارراهي اوسیدونکی، سحرګل ولد محمداسحاق دبلاک ۵ اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف سره، رحمت الله ولد عبدالمجید دبلاک ۶ اوسیدونکی، محمدګل ولد محمدصادق دبلاک لسم اوسیدونکی، عصمت الله ولد عبدالباقي دباریدادخان بلاک اوسیدونکی، عبدالبصیر ولد امیرجان دبلاک ۵ اوسیدونکی، محمد داود ولد امیرجان دبلاک ۶ اوسیدونکی، عبدالشکور ولد حاجي اخترمحمد د ۴ بلاک اوسیدونکی، وحیدالله ولد اسدالله دمومن چارراهي اوسیدونکی، عصمت الله ولد حبیب شاه د بلاک ۶ اوسیدونکی، امیرمحمد ولد اغامحمد د ۸ بلاک اوسیدونکی، ګل اغا ولد جمع ګل دژړمکتب .
همدارنګه د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې هم ۲۷ تنه عسکرو خپلې دندې پرېښي دي .
په دغو عسکرو کې ۱۵ تنه سیميز پولیس او ۱۲ يې د اردو عسکر دي چې خپلې دندې يې پرېښي دي او هوډيې کړی چې بیا به د دولت په صف کې هېڅ کله هم دندې تره نکړي .
ددغو کسانو نومونه په دې ډول طالبانو د خپل خپرپاڼې له لارې اعلان کړي دي :
محمدجان ولد محمدنبي کلی ککرکه له یوکلاشنکوف سره ، سردار ولد محمد حسن کلی درشانک، سیدنبي ولد محمد ولي کلی سنګر له یوه کلاشنکوف سره، سیف الله ولد امین الله کلی سنګر، شیرجان ولد امیرجان او لالاجان ولد امیرجان کلی سنګر، نبي جان ولد عبدالنادر کلی عمرانزی، محمد عیسی ولد معلم انور کلی میاندو، جمع ګل ولد لونګ کلی زرتاله، اغاجان ولد غفار کلی درشانک، نظرمحمد ولد دین محمد کلی سنګر، رازمحمد ولد حبیب الله کلی لنډیانه، سیدولي ولد مسجد کلی چرخ، غني ولد عبدالسلام کلی دهزک، عبدالعلیم ولد جمادار کلی التاغ طالب ولد خدایداد کلی دهزک، سردارمحمد ولد احمد کلی باریکی، عالم ګل ولد لعل محمد کلی کمکوچ، جلال الدین ولد باري ګل کلی سنګر، حبیب الله ولد امیرمحمد کلی لنډیانه، فاروق ولد اسماعیل کلی زرتاله ، اهل الله ولد اسدالله کلی کجغول، روزي خان ولد سردار کلی خان باغ، محمد ولد اهل الله کلی جنګلک، حیات الله ولد عبدالهادي کلی ورجان، سیدمحمد ولد شیرین کلی جغدر، جانان ولد ملاامان الله کلی درشانک.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې ګڼ شمېر دولتي منسوبین له خپلو دندو څخه تېريږي، چې ډیری يې طالبانو سره په لیکو کې ځای پر ځای کیږي او یو شمې ريې بیا خپل عادي ژوند ته بېرته راګرځي .
اټکل کیږي چې دغه دولتي منسوبین د طالبانو د جنګونو له امله خپلې دندې پريږدي، خو طالبان بیا وايي چې یواځې ددوي د دعوت په نتیجه کې دغه دولتي چارواکي خپل دندې پرېږدي .
سلیم بریال


















