په هلمند او کونړ کې يو مهاله درنې جګړې

په تېرو کلونو کې که روسانو پر افغانستان يرغل کړی و او که اوس مهال د امريکايي اوهغوی د ملګرو هېوادونو په خلاف چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې جنګېږي، د ژمي په راتلو به د دواړو خواوو په جګړو کې سړښت راغی د هغې لامل به واورين ژمي و، چې د دولت مخالفو وسله والو په واورين ژمي کې د جنګي اکمالاتو لارې سختې بللې . دا دی اوس د تېرو کلونو په پرتله ګورو، چې د يوې خوا سخت ژمی او په ځنو ولاياتو کې د واورو د ورښت امکانات ليدل کېږي،  اما جګړې د تېر و خت په پرتله زور موندلی دی . د يوې اونۍ را په دېخوا دهلمند ولايت د يو شمېر ولسواليو د کلا بندۍ خبر ورکول کېږي، چې آزادې رسنۍ د سنګين ولسوالۍ سقوط وايي او د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه بيا وایي چې دهلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ سقوط نه دی کړی اما د يادې ولسوالۍ پرسر د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې جګړې روانې دي.

د هلمند په سنګين ولسوالۍ سره هممهاله په کونړ ولايت کې هم د جګړو راپورونه ورکړل شول ، چې دهلمند ولايت په پرتله د کونړ ولايت زيات يخ او واورين ولايت دی؛ خو طالبانو د ولايت په خوا وشا کې په د فاعي پوستو همدا شېبه بريدونه پېل کړل دا چې دهلمند د جګړو سره هم مهاله په کونړ کې هم جګړه پېل شوه په کېدونکي سوله به زيات اغيز وکړي. که څه هم دفاع وزارت په هلمند کې روانه جګړه څه اوسنۍ جګړه نه بولي او روانه جګړه د نورو ولاياتو په څېر د دولت د مخالفينو پلان شوې جګړه بولي، وايي چې په جګړه کې پرمختګ او شاتګ دواړه ملګري وي دا پدې معنا نه ده، چې دهلمند ولايت به دلاسه ورکړي.

خو د بلې خوا د افغانستان د روانو حالاتو کارپوهان بيا په هلمند او کونړ ولاياتو کې هم مهاله جګړې د موجوده دولت کمزوري په ګوته کوي، چې د تېر وخت په نسبت  د ناټو ځواکونه د افغان ځواکونو سره همغږي نه لر ي او بل لا مل يې دا کيدای شي چې ځينې افغان لوړ پوړو چارواکو د طالبانو سره سوله کول د ځان په تاوان بللې  او غواړي د سولې مخه ډب کړي چې په مقابل کې طالبانو هم د جګړې زور زيات کړی دی. خو دهلمند ولايت سره هممهاله جګړه پېل کيدل بيا بله موخه لري، چې ځني دولتي چارواکې د طالبانو اختلافات ته زياته اشاره کوي چې نور ؛ نو د شته اختلاف له امله د جوړې توان نلري. طالبانو دهلمند ولايت سره په کونړ ولايت کې د هم مهاله جګړو په پېل سره خپل يوالی وښود او دایې ثابته کړه ، چې طالبان هم د سولې ليوالتيا لري او هم د جګړې توان لري.

‍اوس که زمونږ ګاونډيان او د سېمې هېوادونه لاس ترځنې کېني ؛ نوخدای مکړه جګړه به دوامداره او سوله به ناشوني  شي. غوره دا ده چې د جګړو سره په هممهاله سوله کار وشي، ترڅو دهلمند او کونړ ولاياتو سره په نورو ولاياتو کې هممهاله جګړې پېل نشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button