ځان وژنه او استشهادي عملیات په اسلام کې

لیکواله: مسکا ریحان
زیاتو مفسرینو ځان وژنه په دوه قسمه ښودلې ده،
اول: هغه ځان وژنه چې یو کس په دنیوي ژوند کې د تنګدستۍ یا نورو عواملو څخه په تنګ شي، او بیا ځان وژنه وکړي لکه که یو کس د کورنیو مشکلاتو څخه په تنګ شي ، یا یوه ښځه د خاوند په کور کې د کورنۍ د ظلمونو څخه په تنګه شي او ځان ته اور واچوي یا په بله طریقه ځان مړکړي.
دغه ځان وژنه د اسلام په مبارک دین کې ډېر ناروا او (قبیح) عمل ده ځکه چې زموږ ګران پېغمبر ص فرمایي: چې یو کس ځان پخپله و وژني نو د ده ګناه د هغه کس څخه ډېره ده چې بل مسلمان و وژني او الله تعالی فرمایي: ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فیها وغضب الله علیه ولعنه وأعدله عذابا عظیما. ژباړه: هغه څوک چې یو مسلمان په قصد سره و وژني (او دغه قتل رواهم وګڼي) نو د ده جزا جهنم ده چې همېشه به وي په دوزخ کې الله تعالی پرې غضب کړی او لعنت یې پرې ویلی او تیار کړی یې دی د ده لپاره په دوزخ کې دردناک عذاب.
داچې د خپل ځان و ژل ګناه د دې نه هم زیاته ده نو معلوميږي چې د اسلام په مبارک دین کې ځان وژنه یو ناروا عمل ده چې مرتکب یې د سختې سزا لایق ده. د امت فقهاء د ځان و ژونکي د جنازې په هکله دوې ډلي دې یوه ډله یې وایي: چې باید مسلمانان د ده جنازه ونکړي او بې جنازې دې خښ کړای شي.
دوهمه ډله وایي: جنازه دې یې وشي خو صرف لس دولس کسه دې یې په جنازه کې شریک شي او زیات مسلمانان دې د هغه په جنازه کې شرکت نکوي ځکه چې ده زیات قبیح عمل کړیدی.
دوهم ډول استشهادي عمل دی!
دوهم ډول ځان وژنه د اسلام د سرلوړۍ او (بقاء) لپاره ده، چې د اسلام په مبارک دین کې استشهادي عمل ورته وايي: او ځان وژنه نده بلکې استشهادي عمل ده چې اجرا کونکی یې د الله تعالی په لاره کې خاص شهید ده، د سورت البروج د اصحاب الاخدود په واقعه کې مو ولوستل: چې عبدالله بن تامر چې یو لوی ولي الله ؤ هغه پخپله دخپل ځان د وژلو چل باچا ته ښائي اسلامي امت پدې خبره متفق ده چې عبدالله بن تامر یو لوی ولي الله ؤ نو هغه څنګه ځان وژنه کوي؟
معلومیږي چې هغه ځان وژنه د اسلام د سرلوړۍ لپاره کړی و او په حقیقت کې دا ځان وژنه نه و بلکې یو استشهادي عمل او روا کار و. که دغه عمل روا نه وای نو ولې زموږ محبوب پېغمبر ص دغه عمل ندی غندلی بلکې وه یې ستایه.
د پورته موضوع په اړه قراني او نبوي دلایل: الله تعالی فرمایي: ان الله اشتری من المؤمنین أنفسهم و أموالهم بأن لهم الجنة یقاتلون فی سبیل الله فیقتلون و یقتلون وعدا علیه حقا فی التوارة والانجیل والقران ومن اوفی بعهده من الله فاستبشرو ببیعکم الذي بایعتم به وذالک هوالفوز العظیم.
ژباړه: بېشکه الله تعالی د مؤمنانو څخه د هغوئ نفسونه، او د هغوی مالونه د جنت په بدل کې پېرلي دي هغوی به د الله تعالی په لاره کې جنګیږي نو وژني او وژل کیږي به، هغوی سره د جنت وعده ده په تورات، انجیل، او قران کې نو څوک دی چې د الله تعالی څخه زیات د خپلې ژمنې پوره کونکی شی نو خوښ اوسئ خپلې دې سودا ته چې تاسو له الله تعالی سره کړې ده همدا تر ټولو ستر بریالیتوب ده.



