شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ولسي جرگې ټاکنې او د اشرف غني بې‌وسي/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 13, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
35
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي پوښتنه بیا راپورته شوه. د ټاکنو کمېسیون وړاندې اعلان کړی و، چې راتلونکې ټاکنې به رڼې او له هر ډول درغلیو پاکې وي او په راتلونکو ټاکنو کې به نوماندان ښه چاڼ کېږي. دوی ویلي وو غاصبین، مجرمین، زورواکي، چورواکي او په فساد ککړ نوماندان پرېنږدي چې ولسي جرگې ټاکنو ته ودرېږي؛ خو د ولسي جرگې د نوماندانو له نوملړه داسې خلک هم ویستل شوي، چې هېڅ جرمي سابقه نه لري او داسې خلک پکې پرېښودل شوي، چې د افغانستان له لویې جغرافیې څخه منکر دي. لطیف پدرام، بهزاد او لسگونه نور کسان بیا د ولسي جرگې راتلونکو ټاکنو ته نوماندان دي. دوی هر کله د افغان له کلیمې منکر وو/دي. دوی ځانونه خراسانیان بولي او افغان پرې تپل شوې کلمه گڼي، خو د ټاکنو کمېسیون یې بیا هم پرېږدي او هغه خلک چې نسبت د دوی ته ښه دي، له لېسته ویستل کېږي.

ټاکنې په ټوله نړۍ کې سل په سلو کې پاکې نه وي او حتماً درغلي پکې کېږي. امریکا چې د دیموکراسۍ او بشر دوستۍ چیغې وهي، د ۲۰۱۶ د ټاکنو په اړه تراوسه پوښتنې او څېړنې روانې دي. امریکا ادعا کوي چې د دوی په ټاکنو کې روسیې لاسوهنه کړې او د ډونلډ ټرمپ په گټه یې کمپاینونه کړي دي. خو په حقیقت کې امریکایانو نه غوښتل چې د دوی پر سر دې ښځه ولسمشره وي؛ نو ځکه یې یو لېونی کس په ولسمشرۍ ومانه، خو هیلري کلنټن ته یې موکه ورنه کړه.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په افغانستان کې خو بیا د ولسمشرۍ، ولایتي شوراگانو او د ولسي جرگې ټاکنې هسې د وخت ضایع ده. د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې د امریکا په سفارت کې اعلانېږي، ولسي جرگې ته د ناټو د غړیو هېوادونو استازي راځي او ولایتي شوراگانې همداسې درواخلئ. د اوسنۍ ولسي جرگې اته کاله پوره شول، خو په تېرو اتو کلونو کې یې ټولې پرېکړې د شخصي گټو له پاره وې. نه د هېواد غم وخوړل شو، نه یې وړ وزیرانو ته رایه ورکړه، نه یې د امریکا پر ضد غږ پورته کړ، بلکې د څو تنو نه اخوا، نور ټول وکیلان په افغانستان د پردیو استخباراتي ادارو نارسمي استازي دي.

دوی په داسې بحراني حالاتو کې هم خپلې ژمنۍ او د دوبي رخصتۍ په پردیو هېوادونو کې تېروي. تل د لوړو امتیازاتو غوښتنه کوي او په دې فکر کې دي، چې څنگه یو وزیر سلب صلاحیت او له بل وزیر نه میلیونونه ډالر واخلي، چې رایه ورکړي. دوی د خپلو مؤکلینو سره د لیدنې پر ځای تل په بهر کې وي او افغانستان ته یوازې د گټې وټې په سترگه گوري او نوره کومه خواخوږي ورسره نه لري.

د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو له نوملړه داسې خلک هم لرې شوي، چې د ۱۳۹۳ل کال په ټاکنو کې یې د اشرف غني پوره ملاتړ وکړ او تر پایه پر خپل دریځ پاتې شول. غني ته یې منډې ترړې ووهلې او تر وروستي وخته یې مبارزه وکړه. خو غني هغه شخص دی چې خپل ټول ملگري خوابدي کوي او د خپلې گټې د ترلاسه کولو وروسته یې په تش میدان پرېږدي.

زه په راتلونکو ټاکنو هېڅ باور نه لرم؛ ځکه د امریکا په موجودیت کې دلته ټاکنې هېڅ معنا نه لري او موږ دغه تجربه څلور کاله مخکې وکتله، چې خلکو رایې ورکړې، خو د ټاکنو پایلې د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جان‌کېري اعلان کړې.

اشرف غني زیاتې خبرې کوي، خو په عمل کې هېڅ دی. تېره ورځ مې د ده یوه ویډیو لیدله: دی په ډېره سپین سترگۍ وايي: زه د افغانستان د خلکو په رایو ټاکل شوی یم. په داسې حال کې چې د ده له حافظې د جان کېري پرېکړه وتلې ده او د ملي یووالي حکومت ډالۍ هم امریکا افغانانو ته د اشرف غني په لاس ورکړه.

د ولسي جرگې په ټاکنو کې به هغه څوک ټاکل کېږي چې لا وختي یې د بهرنیو سفارتونو هوکړه لیکونه ترلاسه کړي وي او په راتلونکې ولسي جرگه کې به د ډېرو کوچنیو هېوادونو رسمي استازي هم وي. خو که چېرې طالبان بریالي شول او راتلونکو ټاکنو نه یې مخکې خپل فعالیتونه ډېر کړل، نو د غني په ټولو ارمانونو به خاورې واوړي؛ ځکه په غزني کې چې طالبان څلور ورځې مقاومت کولی شي، نو هلمند خو په یوه ورځ کې نیولی شي.

د حکومت په داسې پرېکړو د خلکو باور ورځ تر بلې کمېږي او خلک نور هم د طالبانو خواته خپل تمایل ډېروي. اوس خلک پوه شوي چې غني یوازې خبرې کوي او د خپل واک د غځولو په فکر کې دی، خو په عمل کې له صفر سره ضرب دی.

لوی ټکي: اشرف غنيټاکنېخالد رواندرغليگواښونهمهمنوماندان
مخکینې مطلب

نيکه د اقتصادي ستونزو له کبله اتلس مياشتينۍ لمسۍ پلورلې

بل مطلب

"ډونالډ ټرمپ ښايي له افغانستانه پوځيان وباسي"

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com