پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

طالبانو! د خپلواکۍ ۹۹یمه کلیزه دې یوازې تاسې ته مبارک وي/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 19, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
508
ځلې شریک شوی
223
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

الله جل جلاله انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي او یو نعمت یې ازادي هم ده. د ازادۍ په خوند هغه ملتونه ښه پوهېږي، چې د اسارت شپې یې تېرې کړې وي او د ازادۍ د گټلو لپاره یې سرښندنه کړي وي. د اسلام، خپلې خاورې، ناموس او د بهرنیو یرغلگرو پر وړاندې یې مبارزه کړي وي او بهرني یرغلگر یې ماتې منلو ته اړ کړي وي. هغه که د اوس وخت ځوانان دي او که زموږ د تاریخ تېر شوي خلک دي.

زموږ نېکمرغي یا بدمرغي داده، چې موږ ازادي اخیستې؛ خو ساتلې مو نه ده. له ننه پوره ۹۹ کاله مخکې په همدغه ورځ غازي امان الله خان له انگرېزانو ازادي واخیسته او برېتانوي هند افغانستان په رسمیت وپېژانده. دا هغه وخت و، چې لوی هند د انگرېزانو تر استعمار لاندې وو. له برېتانیې سره یوازې هند نه و، بلکې خپلې مستعمرې یې په امریکا، اروپا، اسټرالیا، اسیا او تر افریقا غځولې وې. د افغانانو له دې مېړانې وروسته په هند کې د ازادۍ اخیستلو روحیه پیاوړې شوه او له موږ یې ۲۹ کاله وروسته له برېتانیې څخه خپله ازادي واخیسته او تر ننه یې خپلې ازادي وساتله.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نن هندوستان په هر لحاظ د نړۍ یو پیاوړی هېواد دی. په تعلیمي ډگر کې خو ډېر پرمختللی او د نړۍ معتبر پوهنتونونه په هند کې هم شته. هند یوازې نه، بلکې پاکستان، بنگله‌دېش او له برېتانیې هغو ملتونو چې ازادي اخیستې، زموږ په پرتله ښه ژوند لري او بیا اشغال شوي نه دي.

افغانستان لا د برېتانیې ویجاړ شوي ځایونه رغولي نه وو، چې د امان الله خان پر وړاندې مبارزه پیل شوه او په پایله کې یو نامتو قطاع الطریق د واک پر گدۍ کېناست. د حبیب الله کلکاني شپږ میاشتنۍ دوره کې موږ بیا نیمه پېړۍ شاتگ وکړ او رغول شوي ځایونه بېرته وران ویجاړ شول. د ظاهرشاه او د داوود خان د واکمنۍ دورې نسبت ښې وې. که موږ ډېر پرمختگ ونه کړ، خو سوله حاکمه وه. د داوودخان واکمنۍ ته هم خلقیانو د پای ټکی کېښود او موږ یو ځل بیا یوې خونړۍ جگړې ته ورټېل وهل شو. د خلقیانو، کمونیستانو او پرچمیانو د نورو ظلمونو ترڅنگ یو ظلم دا هم وکړ، چې افغانستان یې د شوروي اتحاد په منگولو کې ورکړ او د روسانو وتل د میلیونونو افغانانو ژوند هم واخیست. یو ودان افغانستان په بشپړه کنډواله بدل شو او د خالص بابا خبره«چې مجاهدینو افغانستان ډېر ازاد کړ» او پایله یې کورنۍ جگړې او د پاټکیانو واکمن کېدل و، چې د تېر جهاد ټول برم یې تر پوښتنې لاندې راوست او نن هماغه مشران د امریکا پر دسترخوان ناست دي.

د انگرېزانو د خپلواکۍ ۷۰ کاله پوره شوي وو، چې د روسانو د وتلو ازادي هم ورسره غبرگه شوه. د طالبانو د واکمنۍ چې پنځه کاله پوره شول او روسانو د وتلو ۱۲ کاله پوره شوي وو، نو امریکا له ځان سره د نړۍ ۵۰ هېوادونه ملگري کړل او افغانستان یو ځل بیا د ټولې نړۍ له خوا  اشغال شو.

پوره اوولس کاله د امریکا او پلویانو پر وړاندې وسله واله مبارزه روانه ده او هره ورځ لسگونه افغان زلمیان خپلې ځوانۍ د امریکایانو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې قرباني کوي. خو دغه مبارزه د روسانو او انگرېزانو سره توپیر لري. دلته هره ورځ افغانان قرباني ورکوي؛ خو د امریکا تالي څټي د افغانانو دغه پاڅون د «پنجابیانو» په نامه یادوي او زموږ دومره لویه قرباني نورو ته منسوبوي. افسوس.

نن له امان الله خان سره د امریکا تالي څټو هم یو ځای خپل انځورونه نښلولي او افغانانو ته د ازادۍ مبارکي ورکوي. په ښارونو کې داسې شعارونه لگېدلي، چې له ډېر درده دې ورته خندا راشي. که امان الله خان ژوندی وای، نو نن به یې د هغو سرونه هم پرې کړي وو، چې له امریکايي سفارت نه معاش اخلي او د روانې مبارزې کرېډيټ نورو ته ورکوي.

د افغانستان د ۹۹ کلیزې مبارکۍ د ورکړې حق یوازې طالبانو ته ورکول کېږي؛ ځکه دوی د نړۍ لوی طاقت ته غېږه ورکړې او پر وړاندې هر ډول قربانۍ ته چمتو ولاړ دي. د ازادۍ مبارکي ورکول د امریکايي تالي څټو ته د امان الله خان روح نارامه کول دي او هغه داسې خلکو سرونه وهل، چې د یرغلگرو په خوا کې ولاړ وو او د ازادۍ احساس یې نه لاره. نو طالبانو! د ازدۍ ۹۹یمه کلیزه مو مبارک شه!

لوی ټکي: ازادۍ کلیزهخالد روانطالبانمبارکيمهم
مخکینې مطلب

د خپلواکۍ 99مه او که د بلواکۍ 18مه

بل مطلب

ایران په چابهار کې پانګوالو ته بیساري وړاندیزونه کړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com