(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)
د چین په شمال ختیځ هیلونگجیانگ ښار په مرکز هاربین په يوه هوټل کې د اورلګېدو له کبله اووه دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ښار امنيتي مسوولين وايي، اورلګېدنه په هارټ سپرېنګ هوټل کې رامنځته شوې چې له کبله يې اتلس کسان وژل شوي او نوولس تنه نور ټپيان دي.
د مسوولینو په وينا، سيمې ته د اور وژنې ډلې په رسېدو سره اور مړ شوی خو د هوټل زياته برخه يې ويجاړه کړې او ښايي په پېښه کې د اوښتو تلفاتو شمير لوړ شي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اورلګېدونه د څه له امله رامنځته شوې خو پوليس وايي په اړه څېړنې پيل کړي دي.
تېرکال هم په نومبر مياشت کې د چين په پلازمينه بيجينګ کې په يوه اپارتمان کې اورلګېدو له کبله نوولس کسان وژل شوي و.
















