سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د محمد حنیف اتمر استعفاء

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
216
ځلې شریک شوی
120
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري 

د افغانستان د ملي امنیت د مشاور محمد حنیف اتمر ناببره استعفاء واقعا حیرانونکې ده. داسي ښکاري چي جمهورریس اشرف غني د هغه د استعفاء د منلو لپاره مخکي له مخکي تیاری نیولی وو، ځکه سمدستي ئې د هغه پر ځای ۳۵ کلن حمد الله محب وټاکی. او د اتمر استعفا‌ء ئې هم پرته له ځنده ومنله. ویل کېږي چي د افغانستان په سیاست کي دایمي یارانه او وفا نسته. د اشرف غني او اتمر داستان د دې خبري ښه ثبوت دئ.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

اتمر پخپله استعفا‌ء کي ویلي دي چي د ملي وحدت او ملي اجماع د ساتلو، د سولي او امنیت د ټینګښت، د انتخاباتو، د سیاسي مدیریت، د ښې حکومتوالۍ، او د منطقوي او بین المللي روابطو په برخه کي د حکومت د مشرتابه له سیاست سره ئې جدي د نظر اختلاف پیدا کړی وو. څرنګه چي د هغوی اختلافات دونه ژور سوي ول چي موافقې ته نه سوای سره رسېدل، نو لهذا استعفاء ئې وکړه. لدې مواردو څخه داسي ښکاري چي اشرف غني او اتمر پر ټولو مهمو مسایلو باندي د نظر اختلاف سره لاره.

د ارګ اوازې دغه راز وايي چي اشرف غني د غزني د نسبي سقوط، د اختر په ورځ کي پر ارګ باندي راکټي حمله، د عسکرو د تلفاتو، او د ایران، پاکستان، او روسیې سره د روابطو په برخه کي هم له اتمر څخه خورا زیات خپه سوی وو.

واقعیت دا دئ چي حنیف اتمر په خپله وظیفه کي سخت ناکامه وو، ځکه پدې څلور نیم کاله کي په ملک کي امنیت ورځ په ورځ خرابېدئ. قومي، فرقوي، او سیاسي اختلافات پراخېدل، او د ګاونډیانو سره روابط هم سخت خراب سوي دي. د کندوز، فراه، او غزني سقوط د اتمر د وظیفوي ناکامۍ ښه دلایل دي. د طالبانو دوامداره پرمختګ بله ستره ناکامي ده. بلخوا، د پاکستان او ایران سره اړیکي تر پخوا زیاتي بحراني سوي دي.

د اختلاف بل عمده ټکی د مسکو را روانه غونډه هم وه. فقط څو ورځي مخکي حنیف اتمر په افغانستان کي د روسیې د سفیر سره وکتل. اتمر د روسیې سفیر ته ویلي ول چي افغانستان د سولي په تړاو د مسکو د کوښښونو څخه مشکور دئ،‌ او له مسکو څخه غواړي چي پر طالبانو باندي فشار واچوي چي د کابل له رژیم سره خبري وکړي. د روسیې سره د اتمر نژدېوالی پخوانۍ سابقه لري، او ښايي د اتمر همدې اوسني موقف د امریکا سفارت سخت په قهر کړی وي. ځکه امریکایان د روسیې سره د اتمر پخوانیو اړیکو ته شک په سترګه ګوري.

د امریکا سره د ټکر بله موضوع د جوزجان رسوايي هم وه. په جوزجان کي غني او اتمر په ګډه د داعش د جنګیالیو د نجات لپاره د افغانستان د پوځي امکاناتو څخه ملي ضد استفاده وکړه. هغوی د داعش تروریسټان د طالبانو له محاصرې څخه وژغورل،‌ او هغوی ئې لکه نازولي مېلمانه په هوتلونو کي خوندي کړل. وروسته ئې همدې تروریسټانو ته عفوه هم وکړه. د داعش سره د اتمر همدې خواخوږۍ د امریکايي جنرالانو قهر او غضب راوپاروی. ځکه هغوی په خپلو سترګو ولیدل چي څرنګه غني او اتمر د داعش د نجات لپاره کوښښ کوي، حال دا چي کله افغان عسکر محاصره وي، هغوی اصلا ری هم نه وهي. امریکايي مطبوعاتو لیکي ول چي کله واشنګټن د داعش او غني – اتمر په روابطو خبر سو، په سپینه ماڼۍ کي عالي رتبه مامورین لکه ځناوران خښمېدل.

بله خبره دا هم ده چي ښايي اتمر احساس کړی وي چي د اشرف غني بېړۍ پر دوبېدو ده، نو لهذا د هغه د مستقبل لپاره به بهتره دا وي چي د ارګ له لیونتوب څخه ځان ګوښه کړي، او د خپل آینده غم خوري.

مخکینې مطلب

د مسکو ناسته او د کابل تکلیف

بل مطلب

غني د ارګ په چارو کې د اتمر له هڅو هیڅ قدرداني نه ده کړې

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com